Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

حقیقت موندونکي پلاوي جرګه کې د فساد په اړه خپلې موندنې اعلان کړې

د ولسي جرګې پر مشر عبدالرووف ابراهیمي او د دارالانشا رییس خدای نظر نصرت د تورونو حقیقت موندونکي پلاوي نن خپلې موندنې اعلان کړې.

که‎څه هم دغه موندنې له جزئیاتو څخه پرته وړاندې شوې، خو د هغه پر بنسټ د ولسي جرګې مشر ولسي جرګې ته د پنځه مېلیونه افغانیو په بېرته ورکړې مکلف دی، اجازه یې ورنه کړه ترڅو حقیقت موندونکی پلاوی په ولسي جرګه کې د فساد په اړه خپلې موندنې اعلان کړي.

په ولسي جرګه کې د فساد د تورونو د څېړونکي پلاوي مشر عرفان الله عرفان په دې اړه وویل:«اې خلکو! د دغه کور د عزت لپاره، رپوټ مې له جزییاتو سره ونه لوست.»

له دې سره، د ولسي جرګې رییس حاضر شو ترڅو ۵ مېلونه او ۳۰۰ زره افغانۍ ولسي جرګې ته ورکړي.

عبدالرووف ابراهیمي په دې اړه وویل:«د افغانستان د خلکو د عزت په خاطر زه حاضر یم چې هغه دېوال دی، یا کانټینر دی، هرڅه چې دي زه یې پیسې ورکړم.»

له بلخوا، د لالي حمیدزي، همایون همایون په څېر استازو چې د ولسي جرګې د رییس د فساد په اړه یې ټینګار کاوه، هم د حقیقت موندونکي پلاوي له پرېکړې سره همغږي دي.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون په دې اړه څرګنده کړه:«ما د دې لپاره د پارلمان پرېکړه ومنله چې بالاخره موږ په خپله تصویب کړې وه چې همدا کمېسیون یې وڅېړي.»

خو عبیدالله بارکزی او د جرګې د دارالانشاء رییس د فساد د تورونو څېړونکي پلاوي باندې د فساد تور ولګاوه.

په همدې حال کې د ولسي جرګې مشر؛ د جرګې د زیاتو غړو د راییو په تایید سره د فساد تورونو په اړه د بحثونو دوام پای ته رسولی اعلان کړی خو  د جرګې ځینو  غړو بیا د ولسي جرګې د دارالانشاء د رییس ننګه وکړه.

له دې سره په ورته وخت کې، د ولسي جرګې لومړی مرستیال او دوه تنه نور غړي له لسو ورځو تر دوه اوونیو، د ولسي جرګې په غونډو کې له ګډون څخه بې برخې کړل شول.

شریک یي کړئ