Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حکمتیار: افغانستان یوه ناپييلي حکومت ته اړتیا لري

د حزب اسلامي مشر، ګلبدین حکمتیار وايي افغانستان یوه ناپييلي هېواد ته اړتیا لري چې هېڅ یوه لوی هېواد سره پیوند ونه لري او د سیمې، ګاونډیو هېوادونو او لویو ځواکونو د سیاستونو پر وړاندې هم بې طرفه ووسي.

ښاغلي حکمتیار پنجشنبې (د کب په دوهمه نېټه) کابل کې د خبرې ناستې پرمهال خبرداری ورکړ تر هغې چې افغانستان خپلواکه او بې طرفه سیاست ونلري، هېواد کې به جګړه پای ته ونه رسیږی.

حکمتیار همداراز وویل:«ناټو هم د بُن په ناسته کې خپل تحملي حکومت جوړ کړ، او یو شمېر د امریکا مخالفو هېوادونو هم افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شتون ومنلو، خو اوس یې مخالفت کوي ځکه چې د جګړې د دوام لامل دی. موږ یوه خپلواکه حکومت ته چې نا پييلی وي اړتیا لرو.»

هغه د هېواد اوسنی نظام د حالاتو له داره کولو عاجز بولي.

د حزب اسلامي مشر د سولې مشورتي جرګې په اړه چې ټاکل شوې د کب میاشتې په ۲۶مه د حکومت لخوا جوړه شي وايي دا دول جرګې به د هېواد ستونزې هوارې نکړي.

تېره ورځ د سولې عالي شورا د دارالانشاء رییس، عمر داوودزی وویل د سولې ملي مشورتي جرګه به روانې کب میاشتې په ۲۶مه جوړه او درې ورځې به دوام وکړي.

نوموړی وړاندې وايي د جرګې د جوړېدو په موخه پنځوس کسیزه غیرحکومتي پلاوی پر کار بوخت دی.

ګلبدین حکمتیار همداراز وايي طالبان باید بین الافغاني خبرو اترو سره هوکړه وکړي تر څو ولسي حکومت ته زمینه برابره شي.

دی هېواد کې د جګړې د دوام لامل د بهرنیو ځواکونو شتون بولي.«په دې هېواد کې نه بهرني ځواکونه، نه پردیو ته ژمنې ډلې او نه هم تحملي حکومتونه کولی شي چې جګړه پای ته ورسوي. بهرني ځواکونه په هېواد کې د جګړې د پیل او دوام لامل دی، او باید چې له هېواده ووځي.»

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو استازو د سولې خبرو په موخه څلور ځله د امریکا له ځانګړي استازي او یو ځل هم له افغان سیاستوالو سره خبرې کړې دي. د دې لیدنو په دوام ټاکل شوې دا لیدنې بیا هم پیل شي.

ګلبدین حکمتیار همداراز وايي طالبان باید بین الافغاني خبرو اترو سره هوکړه وکړي تر څو ولسي حکومت ته زمینه برابره شي

شریک یي کړئ