Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حکمتیار: افغان امنیتي ځواکونه د جګړې پر سپېڅلتیا باور نه لري

ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند ګلبدین حکمتیار وايي چې افغان امنیتي ځواکونه په یوې سپڅلې انګېزې جګړې ته نه‎ځي، بلکې بې‎وزلي او بې‎کاري د دې لامل شوي چې هغوی په پوځي بنسټونو کې وګومارل شي. 

ولسمشرۍ ټاکنو ته دغه نوماند چې نن (شنبې د وږي په ۲۳مه) کابل کې ځينو مېرمنو ته په یوې غونډه کې وینا کوله زیاته کړه، چې د کاري موکو نشتون له امله، ۲۲زره هېوادوالو په یوه دولتي بنسټ کې اتو بستونو ته د کار غوښتنلیکونه ورکړي دي.

یو شمېر مېرمنو د حزب اسلامي په یوه دفتر کې په راټولېدو سره په ټاکنو کې له ګلبدین حکمتیار نه خپل ملاتړ اعلان کړ. 

حکمتیار همدارنګه ټینګار کوي چې د ورځې څه باندې ۳۰۰ امنیتي ځواکونه وژل کېږي، او که‎چېرې اوسنی حکومت دوام پیدا کؤي، د هېواد وضعیت به نور هم کړکېچن شي.

هغه زیاتوي:؛«هره ورځ د امنیتي ځواکونو لس تر دولسو جنازې بدخشان ته راوړل کېږي. دوی هېڅ یو یې د دغې جګړې په سپېڅلتیا باور نه لري! اقتصادي مجبوریت دوی اړ کړي چې له امنيتي ځواکونو سره یوځای شي.»

ښاغلی حکمتیار د ملي یوالي حکومت د سولې پر وړاندې خنډ بولي او دغه راز وایي چې د محمد اشرف غني فرمان د ارګ په سل مټرۍ کې نه عملي کېږي.

ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند  ګلبدین  حکمتیار وویل:«هغه مهال د دوی په رګو کې وینې حرکت وکړ کله چې ټرمپ مذاکرات لغوه کړل؛ بدن ته یې ساه ورغله، د جګړې دوام ته خوشحاله دي.»

د ولسمشرۍ ټاکنو دا نوماند وایي چې ولسمشر د ټاکنو د ګټلو لپاره له زندانونو مجرمان خوشي کوي او له ټولو دولتي امکاناتو د ځان په ګټه کار اخلي.

ښاغلی حکمتیار څرګندوي:«ولسمشر کولای شي چې هم څوکۍ په بډو کې ورکړي هم ځمکه او هم هغه جنایت کار چې په بند محکوم شوی دی... چې په ویاړ او عزت سره له بنده ازاد کړي.»    

خو د ولسمشر ویاند د امنیتي ځواکونو په تړاو د حکمتیار څرګندونې غیرمسوولانه او له سپکاوي ډکې بولي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي:«دا څرګندونې یې نامسوولانه دي. موږ دا خپلو ځواکونو ته سپکاوی ګڼو. او موږ د دې غوښتونکي یوو چې ښاغلی حکمتیار دې د افغانستان له امنیتي ځواکونو بښنه وغواړي.»

د ټاکنیزو کمپاینونو پایته رسېدو ته شاوخوا لس ورځې پاتې دي، خو د ولسمشرۍ ټاکنو یو شمېر نوماند د رڼو ټاکنو پر کېدو باور نه‎لري.

ښاغلی حکمتیار د ملي یوالي حکومت د سولې پر وړاندې خنډ بولي او دغه راز وایي چې حکومت د جګړې له دوامه ګټه پورته کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه