Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

حکمتیار دوحه کې د سولې خبرو اترو پایلو ته هیله‎من دی

ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند ګلبدین حکمتیار وايي چې د سولې هغه خبرې اترې چې اوس هم په دوحه کې روانې دي، پایله به ولري.

د حزب اسلامي ګوندو مشر وايي چې له طالبانو سره په هره کچه ښې اړیکې لري او د سولې هغو خبرو اترو ته چې دوحه کې روانې دي هیله من دی.

هغه وايي:«طالبان اړ دي چې له سولې سره هوکړه وکړي؛ وضعیت داسې دی ښايي ستونزمنه به وي چې هوکړه ونه کړي.»

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو پنځم پړاو د کب په ۶ مه د قطر په پلازمېنې دوحه کې پيل او تراوسه دوام لري.

حکمتیار په خپله له حکومت سره تر کلونو جګړې وروسته د سولې هوکړه‎لیک لاسلیک کړ، هغه وايي شونې ده چې طالبان د افغانانو ترمنځ سولې، د اوربند رامنځته کېدو، د امریکايي ځواکونو د بهر کېدو لپاره له مهال‎وېش او د ټاکنو له ترسراوي سره هوکړه وکړي.

ګلبدین حکمتیار په ۱۳۹۵ کال کې د افغان حکومت په وړاندې له کلونو جګړې وروسته د سولې هوکړه لیک لاسلیک کړ او کابل ته راغی. 

ګلبدین حکمتیار د یوه لوي او نفوذ لرونکي ګونډ مشر دی خو کابو یوه نیمه لسیزه یې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پټ ژوند کړی دی، هغه وايي په دې موده کې د خپلې کورنۍ له غم او ښادیو لیرې وو، ونه توانېد چې خپله ناروغه مور وویني او ان د هغې د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي. تراوسه یې ۱۲۰ عنوانه دیني، تاریخي او ټولنیز کتابونه لیکلي دي.

اوس یې ځان د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره نوماند کړی او له دوو کلونو راهیسې د کابل په دارالامان سیمه کې په يوه کور کې په سختو امنیتي تدابیرو کې ژوند کوي، خپل ډېر وخت په همدې کور کې له خلکو سره په لیدنو تېروي. په همدې انګړ کې یو جومات لري چې د جمعې په ورځو ځوانانو ته روزنه ورکوي او د لمانځه امامت کوي.

یو شمېر مېرمنې چې د هغه لیدلو ته ورغلي د ولسمشرۍ ټاکنو او واک ته له رسېدو وروسته د نوموړي د پروګرامونو په هکله ترې پوښتنې کوي.  

ښاغلی حکمتیار وایي له دوه مېرمنو څه د پاسه ۵۰ بچیان او لسمي لري چې یو شمېر یې نجونې دي، ټولو زده کړې، کړې دي. خو نوموړی په دې باور دی چې د ولسمشرۍ چوکۍ لپاره نارینه غوره دي.

هغه څرګنده کړه:«که‎چېرې یو سړی او یوه مېرمن له یو شان استعدادونو او وړتیا سره وي او له ما نه پوښتنه وشي چې د ولسمشرۍ څوکۍ لپاره چاته رایه ورکوئ، زه سړي ته رایه ورکوم ځکه چې فکر کوم چې نرینه د ښځې په پرتله وړ دی، نه د جنسیتي تعصب له مخکې بلکې د ښځې او سړي د ذاتي استعدادونو لپاره دی.»

ګلبدین حکمتیار تر ډیره خلک د یوه دیکتاتور مشر په توګه ګڼي، هغه په کورنیو جګړو کې د کابل ښار د ورانیو مسوول او د کابل قصاب بولي.

ښاغلی حکمتیار زیاتوي:«له دې خبرو خپه کېږم نه، خو اندېښمن کېږم چې خلک تر دې بریده دروغ وايي. هغه کسان چې په خپله قصابان دي، نورو ته قصاب وي.» 

د حزب اسلامي مشر وايي د هېچا په لور یې په مستقیمه توګه ډزې نه دي کړې او همداراز پوځي او اسلامي زده کړې یې نه دي کړې بلکې هرڅه یې د مبارزې په بهیر کې زده کړي دي.

ګلبدین حکمتیار په کندوز ولایت کې زېږېدلی، هغه د کابل د انجینرۍ پوهنځي محصل و او په هغه وخت کې یې د مسلمانو ځوانانو سازمان غړیتوب درلود، ښاغلی حکمتیار وايي هېڅکله یې نه غوښتل په داسې کس بدل شي چې اوس دی.

د حزب اسلامي مشر وايي له طالبانو سره په هره کچه ښې اړیکې لري او د سولې خبرو ته چې په دوحه کې روانې دي ډېر هیله من دی.

شریک یي کړئ