Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حکمتیار: لاهم ځينې غواړي چې هېواد کې جګړه اوږده شي

د حزب اسلامي مشر او ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند ګلبدین حکمتیار د سې شنبې په ورځ (د زمري په ۱۵مه) کابل کې د خپلې ټاکنیزې سیالۍ په یوې غونډه کې وايي چې لاهم ځينې غواړي څو هېواد کې جګړه دوام پيدا کړي.

بلخوا د حزب اسلامي مشر ګواښ کوي که‎چېرې امریکا په یوې جګړه کې ماتې وخوري روښانه نه ده چې په څو برخو به ووېشل شي.

هغه په ولسمشر تور پورې کړ چې ځينو کسانو ته سیاسي بډې ورکوي څو د ده په وړاندې مخالفتونه کم شي، د ښاغلي حکمتیار په وینا د هغه لامل دا دی چې ښاغلی غني په یوه ځواکمن ګوند پورې تړلی نه دی.

هغه همدارنګه د ولسمشرۍ ټاکنو له نوماندانو وغوښتل څو په ټاکنیزو منډو ترړو کې سالمې سیالۍ ته مخه کړي.

ښاغلي حکمتیار همدارنګه وايي چې په ملي واکمنۍ سمبال یو افغانستان غواړي او زیاتوي چې «موږ د چا غلامي نه منو.»

په دې خبر کې به نور جزییات وروسته اضافه شي. 

حکمتیار وايي چې واک ته د رسېدو یوازینۍ لار د ټاکنو ترسراوی دی.

شریک یي کړئ