Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

حکمتیار: هر ډله چې جګړې ته دوام ورکړي د اسلام او خلکو دښمنه ده

د اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار وايي هره ډله چې جګړې ته دوام ورکوي او سوله نه مني، د اسلام او د افغانانو دښمنه ده.

حکمتیار زیاتوي چې دغه ډلې د پردیو په حکم او د پردیو د ګټ، لپاره جګړه کوي او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور لپاره پلمه شوي دي.

په داسې حال کې چې د حکومت د سولې بلنه د طالبانو له خوا بې ځوابه پاتې شوې او د پلازمېنې په ګډون د هېواد ډېر برخې د اور په لمبو کې سوځي، د اسلامي ګوند مشر وايي هغه ډلې چې جګړې ته دوام ورکوي او د سولې په وړاندې خنډ رامنځته کوي، د اسلام او خلکو دښمن دي.

د اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار په دې اړه وویل:«هر څوک چې جګړې ته دوام ورکړي او د سولې په وړاندې خنډ رامنځته کړي هغه د ملت، دین او هېواد په وړاندې دښمني کوي او د پردیو په چوپړ کې دي.»

له دې ټولو سره ښاغلي حکمتیار پر غزني ښار د طالبانو برید او د ملکي ځایونو په نښه کول په کلکه غندل او پرې نیوکه یې وکړه.

بلخوا ټاکل شوې چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مسوول عباس ستانکزی تر راتلونکو دوو اوونیو په مسکو کې به د سولې په اړه غونډه کې ګډون وکړي، سرچینې وايي چې په دغې غونډه کې به د افغانستان استازی ګډون ونه کړي، خو د ایران، پاکستان، روسیې او د منځنۍ اسیا ځينې هېوادونو استازي ګډون وکړي.

د افغانستان نوین ملي جبهې مشر انوارالحق احدي څرګنده کړه:«هیله لرم چې په دغې غونډه کې نه یوازې خپلې غوښتنې مطرحه کړي، بلکې د افغانستان د خلکو غوښتنې هم مطرح کړي.»

په همدې حال کې طالبانو ته نېږدې سرچینې د دې پخلی کوي چې هغوی په هغې غونډه کې چې ټاکل شوې دوه اوونۍ وروسته په روسیه کې جوړه شي دوی ته بلنه ورکړل شوې ده.

د طالبانو پخوانی قومندان سید اکبر اغا په دې اړه زیاته کړه:«زه فکر کوم چې له بهرنیو هېوادونو سره د طالبانو لیده کاته د سولې خبرو اترو لپاره د هغوی د لېوالتیا یوه مثبته نښه ده.»

د اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار په افغان حکومت کې ځينې کړۍ د ټاکنیزو کمېسیونونو په کار کې په لاسوهنې تورنوي.

ښاغلي حکمتیار وویل:«د ټاکنیزو کمېسیونونو کمزورتیا او د هغوی نه خپلواکي او د بې انصافۍ سره د پېژندپاڼو او سټېکرونو وېش یو ستر تقلب دی.»

خو د ولسمشر د ویاند وايي چې ولسمشر په یوه فرمان کې، ویلي چې حکومت د ټاکنیزو کمېسیونونو په کارونو کې باید لاسوهنه ونه لري او د ټاکنیزو کمېسیونو پر خپلواکۍ ټینګار کوي.

شریک یي کړئ