د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ګواښ کوی کهچېرې ټاکې او د سولې بهیر د یوې انحصار کوونکې ډلې له منګولو ونه ایستل شي، اسلامي ګوند به چوپ پاتې نهشي.
ښاغلی حکمتیار وايي چې په ټاکنو او د سولې په بهیر کې د بهرنیو لاسوهنه افغان ملت او افغان ولسمشر ته په څرګنده سپکاوی دی.
هغه زیاته کړه:«د افغانستان په ټاکنو او د سولې په بهیر کې د بهرنیو لاسوهنه د افغان ملت او ولسمشر ته سپکاوی دی.»
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د پلازمېنې ممتازو محصلینو ته په وینا کې خبرداری ورکوي چې یوه ډله د جګړې له دوامه ګټه پورته کوي.
حکمتیار وایي که سوله او ټاکنې د دغه راز ډلې له ولکې و نه اېستل شي؛ حزب اسلامي به چوپ پاتې نه شي.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وویل:«دوی هڅه کوي چې د سولې بهیر یوازې د دوی په انحصار کې وي او وروستۍ پرېکړه دوی وکړي. دوی دې ته چمتو نه دي چې یوه ځواکمنه او ټولو لورو ته د منلو وړ د تصمیم مقتدره مرجع دې رامنځته شي.»
د حزب اسلامي مشر پر دې بارو دی چې رڼې ټاکنې به سولې ته د رسېدو لاره هواره کړي.
د حکمتیار په باور حکومت او ملي شورا د سولې په تړاو د پرېکړې لپاره ښه مرجع نه ده؛ او باید ګوندونه او سیاسي بهیرونه د دغو دوو مسالو پر سر اجماع ته سره ورسېږي.
ښاغلي حکمتیار زیاته کړه:«د ملت رایې ته رجوع، رڼې او عادلانه ټاکنې او پر چا چې خلک باور وکړي د هغه د حکومت منل، تر هغې چې دا حقیقت ټول لوري بهرني او داخلي قبول نه کړي، افغانستان کې سوله نهشې راتلی او دا جګړه پای ته نه رسېږي.»
حکمتیار دغه راز وايي چې بهرنیان په ټاکنو کې لاسوهنه کوي څو په افغانستان کې یو مقتدر حکومت رامنځته نه شي.