Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

حکومت ټاکنو کې د خلکو د پراخ ګډون په پار دیني عالمانو ته مخه کړې

د رایه ورکوونکو په مرکزونو کې د خلکو کم او تت حضور له اندېښنو سره هم مهاله، د ملي یووالي حکومت مشران، د دین له عالمانو، له مدني بنسټونو او مېرمنو غواړي نوم‎لیکنې ته د خلکو د هڅولو او د نوم لیکنې مرکزونو کې د حضور لپاره خبرتیا ورکړي.

ولسمشر او اجرايي رییس، په هغې غونډه کې چې د سیاسي ګوندونو،د مدني ټولنو او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له ځینو غړو سره درلود، دا موضوع مطرح کړه.

د ولسمشر مرستیال ویاند درانی وزیری وايي:« د رای ورکونکو د نوم‎لیکنې د بهیر د پرمختګ لپاره په ارګ کې غونډه جوړه شوه. په دغې غونډه کې، له علماوو کرامو او د ښځو له شکبې او د مدني ټولنې له فعالانو څخه د خلکو د پوهاوي په برخه کې همکاري وغوښتل شوه.»

د هغو شمېرو له مخې چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون یې ورکوي په تېرو پنځو ورځو کې ۱۱۳ زره او ۹۲۴ تنو چې ۳۷ زره او ۳۵۲ یې مېرمنې دي نومونه لیکلي دي.

په داسې حال کې چې د رایه ورکونکو د نوم لیکنې په بهیر کې د خلکو له کمې ونډې اندېښنې ډېرې دي خواجراییه ریاست وايي، یوازې هغه کسان کولای شي د ولسي جرګې او ولسمشریزو ټاکنو کې رایه ورکړي چې نوم لیکنه يي کړې وي.

د اجراییه ریاست ویاند مجیب الرحمان رحیمي په دې اړه څرګنده کړه:«هیله لرو چې ډېر شمېر، اکثریت خلک راشي او نوم‎لیکنه وکړي، طبعاً ټاکنې د هغه شمېر پر بنسټ کېږي چې هغوی نوم‎لیکنه کړې ده.»

که څه هم حکومت او د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رڼو ټاکنو په ترسراوي ټینګار کوي خو لاهم د ټاکنو د ترسره کېدو د څرنګوالي په اړه اندېښنې شته.

د پخواني ولسمشر مرستیال محمد یونس قانوني په دې اړه وویل:«له تخینکي پلوه، د امنیتي او سیاسي ارادې له  پلوه، لږ او زیاتې اندېښنې شته؛ خو د ولسمشریزو ټاکنو په اړه د ټاکنو د روڼتیا په اړه ځواکمنې پوښتنې شته.»

بلخوا په افغانستان کې د جاپان متسوجي سوزوکا سفیر وايي، دغه هېواد له افغانستان سره د ټاکنو لپاره لږ تر لږه د ۱۳ مېلیون ډالر مرسته کوي.

ښاغلي سوزوکا په دې اړه زیاته کړه:« یو له مهمو همکاریو څخه چې سږکال یې ترسره کوو له ټاکنو څخه ملاتړ دی.»

حکومت وايي، د نوم لیکنې او د ټاکنو پر لور بله د بدیل لار نشته او له خلکو غواړي چې نوم لیکنه وکړي او په راتلونکو ټاکنو کې دې خپل استازي وټاکي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د نوم لیکنې په بهیر کې د خلکو حضور کم دی او حتا په ډېریو مرکزونو کې د ورخې تر ۱۰ تنو نوم لیکنه کوي.

شریک یي کړئ