Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'حکومت د ۱۵۴ پراختیايي پروژو پیسې ټاکنو ته ځانګړې کړې دي'

د ولسي جرګې د مالي او بودجې کمېسیون وايي چې حکومت د ۱۵۴ پراختیايي پروژو پیسې د ولسمشرۍ ټاکنو ترسراوي ته لېږدولې دي.

د دغو چارواکو په وینا، حکومت د کال منځنۍ بودیجه کې د شپږ اعشاریه پنځه مېلیارډ افغانیو په لګښت ۱۵۴ پراختیايي پروژې کمې کړې دي.

د ولسي جرګې د مالي او بودجې کمېسیون مرستیال بکتاش ایشچي په دې اړه وویل:«په تېرو کې ټاکنو کې روڼتیا نه وه، له دې امله ډونران ونه توانېدل چې ټاکنې تمویل کړي؛ نو څلور اعشاریه درې مېلیارډ افغانۍ چې له ۱۵۴پروژو کمې شوي، او هغه یې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره ځانګړي کړې دي.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې حکومت اعلان کړی و چې د ولسمشرۍ ټاکنو له ۱۵۰ مېلیون ډالرو لګښت څخه ۹۹ مېلیونه یې ورکوي. د هغه پنځوس مېلیونه نور به یې د نړیوالې ټولنې له خوا ورکړل شي.  
د ولسي جرګې غړي وايي، د ټاکنو د بودجې لپاره د پراختیايي پروژو د پیسو لېږد د قانون خلاف عمل دی.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال امیرخان یار وايي:«د مالیې وزارت دې له نورو عوایدو بودیجه ورکړي. دا شونې نه ده چې د پراختیايي بودیجې پیسې واخلي او په ټاکنو دې ولګوي.»

د ولسي جرګې د مالي او بودجې کمېسیون ريیس محمد عظیم محسني څرګنده کړه:«د کمېسیون په ځانګړې توګه د پارلمان یوه جدي اندېښنه په همدې اړه ده چې موږ به هېڅکله په دې اړه موافقه ونه کړو.»

خو مالیې وزارت وايي، د ټاکنو پیسې له پراختیايي پروژو نه ورکول کېږي.

د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي څرګنده کړه:«نه دا چې هېڅ پروژه له ملي سنده لیرې کړل شوې نه ده بلکې د پراختیايي بودیجې کچه درې مېلیارد افغانۍ لوړه شوې ده.»

د ولسمشرۍ ټاکنو ټوله بودجه ۱۵۰ مېلیون ډالر کېږي چې نږدې سل مېلیون ډالر یې حکومت او پاتې هغه یې نړیوال مرستندویان ورکوي.

حکومت اعلان کړی چې د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسراوي د کابو ۱۵۰ مېلیون ډالرو لګښت له منځه ۹۹ مېلیون ډالر یې ورکوي.

شریک یي کړئ