طلوع نیوز ته یوه سرچینه وايي حکومت ۱۷۰ طالب بندیان دوشنبې(د غبرګولي په ۲۰مه نېته) له پلچرخي بنده خوشې کړې دي.
د یادې سرچینې په وینا ټاکل شوې ده ۱۳۰ نور بندیان هم سې شنبې له بنده خوشې شي.
ویل کيږي چې خوشې شوي کسان د طالبانو سره د غړیتوب او له یادې ډلې سره د همکارۍ په تور په کلونه بند محکوم شوي وو.
ولسمشر غني د اختر په لومړۍ ورځ اعلان وکړ چې د لویې مشورتي جرګې د غړو په غوښتنه کابو نهه سوه بندیان به له بنده خوشې کړي.
په همدې حال کې د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار، حمدالله محب له طلوع نیوز سره په مرکه کې دا تایید کړه چې ټول کابو نهه سوه بندیان د طالبانو غړي دي.
هغه وویل چې دا بندیان به د ملي امنیت او عدلي او قضايی بنسټونو تر څېړنو وروسته خوشې کېږي.