Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خاک جبار کې د طالبانو د نفوذ په اړه ددې ولسوالۍ د خلکو اندنېښې

د کابل خاک جبار ولسوالۍ ځینې اوسېدونکي او امنیتي ځواکونه،دې ولسوالۍ کې د طالبانو د نفوذ له کبله اندېښمن دي.

د خاک جبار ولسوالۍ امنیه قومندان وایي، د کوچني اختر له اوربند وروسته، په دې ولسوالۍ کې د طالبانو شمېر ۴ هومره شوی دی.

د دغي ولسوالۍ د امنیه قومندان په وینا، د کوچنۍ اختر د اوربند پر مهال درې وسله‎وال طالبان د لوګر له ازرې ولسوالۍ د ځايي چارواکو د لیدو لپاره راغلي وو او د خلکو په وینا  دغه طالبان د ځايي چارواکو په  کورونو کې پاتې شول.

د خاک جبار امینه قومندان محمد ادریس یادګاري په دې اړه وویل:«دښمن له همدې تشې استفاده وکړه. شمېر یې زیات شو، راغلل او تګ راتګ یې وکړ. خو دا ځل کله چې زموږ دولت اوربند اعلان کړ، هغوی ونه منه، له همدې امله د هغوی نفوذ زیات شو، له هغې مخکې ډېر کم وه.»

د خاک جبار ولسوال قاضي سید سلیمان هم څرګنده کړه:«په درې ټکو کې موږ د ملي اردو د اډو د جوړېدو غوښتنه وکړه، خو تراوسه جوړ شوي نه دي. که‎چېرې دغه اډې جوړې شي، زه ویلای شم چې د خاک جبار ولسوالۍ په بشپړه توګه یوه امنه ولسوالۍ به شي.»

د ولسوالۍ او امنیه قومندانۍ له ودانۍ څلور کیلومټره لیرې، د چکري ولسوالۍ ده چې هلته تګ له خطره خالي نه دی. د هغه غره تر شاه چې پر دغه کلي ختمېږي، د لوګر د ازرې ولسوالۍ ده. د خاک جبار په څلورو خواوو کې، د کابل موسهي، د لوګر محمد اغه ولسوالۍ، د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ او د کابل سروبي ولسوالۍ ده. داسې ښکاري چې خاک جبار ولسوالۍ له دغو ټولو خواوو له زیانمنه ده.

د دغې ولسوالۍ د اوسېدونکو په وینا، کله ناکله طالبان د چکري کلي د یوه جومات مخې ته څار ځایونه هم جوړوي.

په دغې ولسوالۍ کې بزګز وايي چې په دغې سیمه کې د طالبانو د نفوذ له زیاتوالي سره جوخت، د هغوی اقتصادي وضعیت هم خراب شوی دی.

بوډا کروندګر ګل زمان وايي چې هره ورځ له خپل کوره راوځي او د سړک پر غاړه په تمه دی ترڅو یې یو لاروی د ځمکې محصولات وپېري؛ ده ته پراته یو من رومي باذنجان په اویا افغانۍ پلوري. خو تر نا وړه اقتصاد یې ناامني ډېر ځوروي.

هغه وايي:«له پاکستان څخه راځي او دلته برید کوي. هره ورځ د ډزو غږ پورته کېږي. خلک یې له کورونو وباسي. یوه ورځ یې یو سپین ږیرۍ سړی چې له ما هم مشر وه، ووژه.»

خاک جبار د بېلابېلو جګړو پر مهال یوه له ننګونو ډکه ولسوالۍ وه.

له دې ټولو ستونزو سره سره کورنۍ خپل ماشومان ښوونځيو ته لیږي. یوازې د خاک جبار د نجونو ښوونځی شاوخوا درې سوه زده کوونکي لري خو ښوونکې یې یوازې څلور دي.

د خاک جبار ولسوالۍ یوازې دولس ښوونځي لري چې له دې ډلې یوازې یو یې لېسه ده او یو یې هم منځنی ښوونځي دی. هغه ماشومان چې ښوونځيو ته نه شي تللای مدرسو ته لېږل کېږي.

خاک جبار د کابل ښار په سوېل ختیځ کې څلویښت کیلومټره لیرې پرته هغه ولسوالۍ ده چې خورا مهمه جغرافیا لري خو هېره شوې ده.

شریک یي کړئ