Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خلیلزاد:امریکا افغانستان کې د خپلو تېروتنو د سمون په هڅه کې ده

په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد وايي چې امریکا په تېرو کلونو کې د افغانستان په اړه په خپل بهرني سیاست کې، تېروتنې کړي دي.

ښاغلي خلیلزاد د طلوع نیوز په سیاه و سفید خپرونه کې وویل چې اوس د واشنګټن له خوا د دغو تېروتونو لپاره هڅې روانې دي.

هغه زیاته کړه:«د افغانستان په اړه د امریکط په سیاست کې نیمګړتیا وه او داسې تېروتنې وشوې چې په هغه کې شک نشته.»

د چهارشنبې شپې د سیاه و سفید پروګرام، د افغانستان د بهرني سیاست په اړه وه او د دغې خپرونې مېلمانه د ملي امنیت پخوانی سلاکار رنګین دادفر سپنتا او په افغانستان کې د امریکې پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد وو.

په دغې خپرونه کې دواړو د امریکا پر شپاړس کلنو کړنو نیوکه کوي خو له افغانستانه د امریکا پر ملاتړ ټینګار کوي.

رنګین دادفر سپنتا په دې اړه وویل:«زموږ شپاړس کلنې هڅې وښوده چې امریکا له پاکستان سره په مبارزه کې ناپایداره او له ستونزو ډکې یوې سټراتېژۍ لرونکی وه.»

ښاغلی خلیلزاد وايي امریکا په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو غوښتونکې ده خو د جهاد په نوم ډلې او ځینې هغه چارواکي چې په قدرت کې دي د بهرنیو استخباراتو لپاره کار کوي، نوموړی وزګاري او بې عدالتي په افغانستان کې د جګړې د دوام لامل بولي.

هغه څرګنده کړه:«ځينې جګړه کوي د دې په خاطر چې جاسوس دي او د نورو هېوادونو له څارګرو ادارو پیسې اخلي او له بده مرغه ځینې یې په چارواکو کې هم دي.»

په داسې حال کې چې ښاغلی سپنتا په بهرنیو اړیکو کې د افغانستان د بې طرفۍ سیاست غوښتونکی دی خو ښاغلی خلیلزاد وايي په اوسنیو شرایطو کې د بې طرفۍ سیاست او له امریکا لیرې والی د افغانستان په ګټه نه دی.

خلیلزاد زیاتوي:«زه باور لرم چې موږ باید د بې طرفۍ په لور ولاړ شو، د دې لپاره چې په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبازرې نړیواله اجماع له ماتې سره مخ ده.»

په دغه بحث کې ښاغلی خلیلزاد د ښاغلي کرزي د څو ورځو مخکې خبرو پرخلاف وايي روسیه افغانستان ته سوله نشي راوړلای او دا ډول نظریات احساساتي دي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي موده وړاندې د روسیې له یوه ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي وو چې په اوسنیو شرایطو کې یوازې روسیه کولای شي چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې له افغانستان سره مرسته وکړي، او د هغه په وینا، امریکا په افغانستان کې بې ګناه خلک وژني.

شریک یي کړئ