Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خلیلزاد: امریکا د افغانستان له جګړې د تښتې په هڅه کې نه ده

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي چې امریکا د افغانستان له جګړې د خلاصون او تېښتې په لټه کې نه ده.

هغه د افغانستان جګړه د امریکا تر ټولو اوږده جګړه وبلله او ویلي یې دي چې دغه هېواد هڅه کوي دا جګړه د خبرو له لارې پای ته ورسوي.

د ښاغلي خلیلزاد اشاره له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو رپوټونو ته وه - هغه وتل چې له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو لپاره د طالبانو یو بنسټیز شرط دی.

د زلمي خلیلزاد دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په تازه‎ګۍ سره هغې له طالبانو سره د سولې خبرو اترو اووم پړاو پای ته ورسوه.

ښاغلي خلیلزاد یو ځل بیا ټينګار کړی چې امریکا له افغانستانه ته وتلو د هوګړې په لټه کې نه ده بلکې غواړي چې د سولې یو هوکړه‎لیک ترلاسه شي.

هغه څرګنده کړه:«موږ غواړو چې دلته (افغانستان کې) له ځانه یو مثبت میراث پرېږدو. موږ نه غواړو چې خلاصون پيدا کړو او تېښته وکړو. موږ د وتلو د هوکړې په هڅه کې نه یوو، بلکې غواړو چې د سولې یو هوکړه لیک رامنځته شي. او موږ له افغانستان سره د ملګرتیا یوه اوږد مهاله اړیکه ولرو او خپلو همکاریو ته دوام ورکړو.» 

شریک یي کړئ