Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اووم پړاو مذاکره کې دوه ورځنی ځنډ؛ خلیلزاد: ښه پرمختګ مو درلود

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي چې له طالبانو سره د خبرو اترو اووم پړاو چې له شپږو ورځو راهیسې په دوحه کې جریان درلود، د دوه ورځو لپاره درول شوی دی.

ښاغلي خلیلزاد قطر کې له طلوع نیوز سره په یوې ځانګړې مرکه کې ویلي چې دا ځنډ د «افغانانو ترمنځ غونډې» لپاره ده چې ټاکل شوې د یکشنبې او دوشنبې په ورځو دوحه کې ترسره شي رامنځته شوی دی او همدارنګه ټاکل شوې ده چې د جولای په نهمه (د چنګاښ په ۱۸مه) بېرته پيل شي. 

خلیلزاد وویل چې له طالبان سره په شپږو ورځنیو خبرو کې، د څلورو موضوعګانو - له ترهګرۍ سره مبارزه، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، د افغانانو ترمنځ خبرې او د اوربند رامنځته کول په برخه کې ښه پرمختګ لرلی دی.

هغه زیاته کړه:«ما په مخکنیو مجالسو کې د افغانستان خلکو ته رپوټ ورکړ چې موږ د ترهګرۍ مسلې په اړه پرمختګ کړی و؛ اوس غواړم ورته ووایم چې موږ پر څلورو موضوعګانو کې پرمختګ کړی؛ کار پای ته نه دی رسیدلی. هیله لرم چې ژر تر ژره د امریکا د نظر له مخې یوې هوکړې ته ورسېږو.»

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټينګار کوي چې له طالبانو سره د خبرو اترو پر مهال له افغان حکومت سره هم خبرې کوي.

هغه زیاته کړه:«زه غواړه چې د افغانستان خلکو ته ووایم چې موږ له حکومت سره هم په مذاکره کې یوو او غواړو کله چې طالبان د افغانستان د خاورې یوه برخه کنټرولوي پر موضوعګانو بحث کوو، له افغانستان سره هم یوو. نن هم له ښاغلي ولسمشر (اشرف غني) سره مې له یوه ساعت ډېرې خبرې وکړې.»

خو هغه وویل چې لا هم مهم کار پاتې دی څو له طالبانو سره یوې هوکړې ته ورسېږو.

په ورته وخت کې د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین هم ویلي چې له امریکا سره د شپږ ورځنیو خبرو اترو څخه راضي دي.

بلخوا د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي چې امریکا او افغان حکومت د سولې بهیر په اړه په یوې لار سره روان دي.

ښاغلي صدیقي څرګنده کړه:«افغان حکومت او امریکا د سولې بهیر په اړه چې په هغه کې ملي ګټې خوندي شي، سره هم لوري او په یوه مسیر روان دي. سوله او ټاکنې د افغان حکومت لپاره لومړیتوب لري. حکومت به له قاطعیت او جدیت سره عمل وکړي.»

د امریکې او طالبانو ترمنخ د خبرو اترو اووم پړاو د چنګاښ میاشتې په اتمه نېټه پیل او مالومه نه ده چې دا پړاو خبرې به تر کله دوام پیدا کړي.

د افغانانو ترمنځ دوه ورځنی خبرې به سبا (یکشنبې د چنګاښ په ۱۵مه) په دوحه کې پيل شي. کابو شپېته تنه له افغانستانه او ۱۵ تنه هم طالب غړي به په دغې غونډه کې ګډون وکړي.

شریک یي کړئ