Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خلیلزاد به له طالبانو سره د افغانستان د سولې خبرو مشري وکړي

د امریکا متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو د هېواد د سولې د بهیر لپاره د ځانګړي استازي په توګه د خلیلزاد ګمارنه، دې بهیر ته د لومړي‎توب ورکولو په مانا بولي.

ښاغلي پومپیو خپلو کارکوونکو ته په استول شوي پیغام کې ویلي دي چې زلمی خلیلزاد به له طالبانو سره د افغانستان د سولې د خبرو په موخه د واشنګټن د ملاتړ د څرنګوالي مشري او په دې خبرو کې به ګډون وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر موخې ته د رسېدو لپاره خلیلزاد غوره ټاکنه بللې او زیاته کړې یې ده چې هغه په افغانستان کې زیږیزدلي، هلته لوی شوی او په هغه هېواد کې ښه تجربه هم لري.

ښاغلي پومپیو ډاډ څرګند کړی چې زلمی خلیل زاد به په افغانستان کې د سولې خبرې اترې بریالۍ کړي.

سره له دې چې ښاغلی خلیل زاد په افغانستان کې د کار څو کاله تجربه لري، په عراق او ملګرو ملتونو کې یې هم د سفیر په توګه کار کړی دی.

سره له دې چې ښاغلی خلیل زاد په افغانستان کې د کار څو کاله تجربه لري، په عراق او ملګرو ملتونو کې یې هم د سفیر په توګه کار کړی دی

شریک یي کړئ