Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خلیلزاد: د امریکا او ناټو موخه افغانستان کې سوله ده

د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی، استازی زلمی خلیلزاد وايي، د واشنګټن او ناټو موخه په افغانستان کې د سولې راتګ دی، نه یوازې له دې هېواده د بهرنیو ځواکونو ویستنه.

زلمي خلیلزاد په بروکسل کې د اروپایي ټولنې او د ناټو له استازو سره په لیدنه کې ویلي واشنګټن او ملګري یې په ګډه افغانستان ته تللي او له افغانانو سره په ګډه به، شرایطو ته په پام د افغانستان راتلونکی وضعیت څرګند کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ښاغلي خلیلزاد بیا د افغانستان په ګډون شپږو هېوادونو ته سفر پیل کړ.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ښاغلی خلیلزاد به بلجیم، جرمني، ترکیه، قطر، افغانستان او پاکستان ته وکړي.

د خبرپاڼې له مخې د خلیلزاد دا سفر به د روانې زیږدیزې میاشتې له لسمې تر ۲۸ مې پورې دوام وکړي.

خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې د خلیلزاد دا سفر د افغان سولې لپاره د امریکا د هڅو یوه برخه ده او په دې لړ کې به د امریکا د ملي امنیت ګټې خوندي وساتل شي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په وینا، خلیلزاد به د خپل دې سفر په ترڅ کې د افغانستان له حکومت سره پر افغان سوله سلا مشورې کوي.

زلمي خلیلزاد بروکسل کي ویلي چې واشنګټن او ملګري یې په ګډه افغانستان ته تللي او له افغانانو سره په ګډه به، شرایطو ته په پام د افغانستان راتلونکی وضعیت څرګند کړي

شریک یي کړئ