Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خلیلزاد د سولې خبرو په اړه د امریکا کانګرس ته رپوټ ورکړ

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، له طالبانو سره د نهو پړاونو خبرو اترو رپوټ د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې ته وړاندې کړ.

ښاغلي خلیلزاد تېره شپه (پنجشنبې د وږي په ۲۸مه) د تړلو دروازو ترشا له طالبانو سره د نهو پړاونو خبرو اترو جزییات د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې ته وړاندې کړ.

د امریکا د کانګرس غړی الیوټ انګل په دې اړه وايي:«موږ ټول سوله غواړو او په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو غوښتونکي یوو، خو کانګرس باید پوه شي چې دا بالقوه معامله څه ده، د دواړو لوریو غړي دا فرصت لري چې خپلې پوښتنې مطرح کړي، په تېرو څو اوونیو کې موږ ولیدل چې د افغانستان د سولې بهیر درول شوی دی.»

ښاغلي انګل همدارنګه زیاته کړه:«له بده مرغه طالبانو د پام وړ ګټه کړې، نن دوی د هېواد کابو ۵۰ سلنه برخه اداره کوي او په پراخه توګه په تاوتریخوالي کې رول لري، خو له اتلس کاله جګړې وروسته د امریکا خلک او د کانګرس غړي غواړي پوه شي چې سولې ته د رسېدو لپاره زموږ پروګرام څه دی.»

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله په افغانستان کې د خپل هېواد له اتلس کلنې جګړې وروسته لاهم په افغانستان کې ترهګرې ډلې د خپل هېواد د امنیت لپاره ګواښ بولي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت کې د سولې او مرکزي آسیا د چارو مرستیاله الېس وېلز په دې اړه زیاته کړه:«کله چې امریکا په افغانستان کې پوځي فعالیت پیل کړ زموږ غوښتنې روښانه وې، یعنې په دې اړه ډاډ چې افغانستان هېڅکله د امریکا په وړاندې د ترهګر برید لپاره پټنځای نه وي، له همدې امله په تېرو اتلسو کلونو کې زموږ ماموریت او د ناټو له متحدینو سره زموږ همکاري یو بریالیتوب دی، د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته هېڅ یوې ترهګرې ډلې له افغانستانه پر موږ برید نه دی کړی خو تراوسه هم پر خپل ځای دي.»

له دې سره سره د امریکا ولسمشر د کابل به شش درک سیمه کې د طالبانو له برید وروسته چې له امله یې د یوه امریکايي پوځي په ګډون یوولس تنه ووژل شول، له طالبانو سره د امریکايي پلاوي خبرې ودرولې.

له طالبانو سره د امریکا د خبرو بهیر له درېدو وروسته زلمي خلیلزاد له طالبانو سره د خپلو نهه پړاوه خبرو د څرنګوالي په اړه د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمیټې ته رپوت وړاندې کړ.

شریک یي کړئ