Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خلیلزاد شپږو هېوادونو ته د سولې په موخه خپل سفر پیل کړ

د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد بیا د افغانستان په ګډون شپږو هېوادونو ته سفر پیل کړ.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ښاغلی خلیلزاد به بلجیم، جرمني، ترکیه، قطر، افغانستان او پاکستان ته وکړي.

د خبرپاڼې له مخې د خلیلزاد دا سفر به د روانې زیږدیزې میاشتې له لسمې تر ۲۸ مې پورې دوام وکړي.

خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې د خلیلزاد دا سفر د افغان سولې لپاره د امریکا د هڅو یوه برخه ده او په دې لړ کې به د امریکا د ملي امنیت ګټې خوندي وساتل شي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په وینا، خلیلزاد به د خپل دې سفر په ترڅ کې د افغانستان له حکومت سره پر افغان سوله سلا مشورې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هیله څرګنده کړې وه دا چې د ولسمشرۍ ټاکنو له ترسراوي مخکې افغانستان له طالبانو سره د سولې هوکړې ته ورسیږي.

ښاغلي خلیلزاد (جمعه د سلواغې په ۱۹ مه) په واشنګټن کې د سولې په انسټېټیوټ کې، قطر کې له طالب استازو سره د خپلې مذاکرې په اړه وینا کې وویل:"د افغانستان لپاره به غوره وي، که‎چېرې مو وکړای شو له ټاکنو مخکې چې په جولای میاشت کې پلان شوې دي د سولې یوې هوکړې ته ورسېږو."

هغه زیاته کړه:"موږ د سولې د یوې هوکړې په لټه کې یوو، نه د بهر کېدو د هوکړه لیک. د سولې یو هوکړه‎لیک کولای شي چې د بهر کېدو اجازه ورکړي."

ښاغلي خلیلزاد همدارنګه وویل:"ټاکنې د سولې هوکړه‎لیک لا پېچلی کوي."

زلمي خلیلزاد چې په تېرو څلورو میاشتو کې پنځه ځله له طالب استازو سره مذاکره کړې ده، نوموړي د یوه هوکړه لیک لیر‎لید ته خوشبیني ښکاره کړې وه او آن د چارچوټ لاسوند یې هم اعلان کړ، خو ټینګار یې وکړ چې لا هم هیڅ خبره نه ده وروستۍ شوې.

هغه چې د امریکا په کانګرس کې خپله دویمه کلنۍ وینا کوله، وویل چې له طالبانو سره به مذاکره دوام پیدا کړي او امریکا به وتوانېږي چې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر کم کړي او د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته تمرکز وکړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په وینا، خلیلزاد به د خپل دې سفر په ترڅ کې د افغانستان له حکومت سره پر افغان سولې هم سلا مشورې وکړي

شریک یي کړئ