د سولې عالي شورا رئیس، محمد کریم خلیلي نن(سېشنبې د کب پر لومړۍ) په کابل کې د هېواد قومي مشرانو سره مشورتي ناسته کې وايي، سره له دې چې د سولې خبرو اترو او جګړې پای هڅو درولو په موخه هڅې وشوې، خو پایله یې نه درلوده.
ښاغلی خلیلي وايي، پهتېرو څو میاشتو کې د سولې عالي شورا په بېلابېلو ناستو کې د پایلې ته ورسېده چې جګړه د حل لاره نه ده، خو بیا هم افغان ځواکونه د تپل شوې جګړې له کبله د افغانستان له خلکو دفاع کوي.
ده یو ځل د دولت له مخالفو وسلهوالو غوښتنه وکړه چې د سولې له بهیر سره یوځای شي، ځکه چې د بریدونو له لارې خپلې موخې ته نشي رسېدی.
د سولې عالي شورا رئیس وویل:«جګړه د حل لار نه ده، تاسو به کله هم د جګړې له لارې خپلې موخې ته ونه رسېږئ. که تاسو فکر کوئ چې د ځانمرګي بریدونو او چاودنو له لارې خپلو موخو ته رسېدی شئ، نو ناسمه لار ده.»
له بلې خوا دی د سولې په عالي شورا کې اصلاحاتو خبره کوي او زیاتوي چې د بېمورده لګښتونو مخه یې چې مخکې په دې بنسټ کې کېدې نیولې ده.
ده همداراز زیاته کړه چې د سولې عالي شورا رڼښت به خلکو ته روښانه شي.