سره له دي چې سیاسي ګوندونه او د علماوو شورا د سولې لپاره د ارګ په لوري پر جوړېدونکي بورډ نیوکې لري، د سولې عالي شورا له خپلو ولایتي کمېټو ناخوښي ښيي.
د دې شورا د ولایتي کمېټو استازي نن (یکشنبه، د لېندۍ ۴مه) په کابل کې د دوو ورځو لباره د خپلو کړنو اړوند د سلا مشورو لپاره را ټول شوي و.
د سولې عالي شورا رییس کریم خلیلي وايي، د ولايتي کمېټو هڅې نه د حکومت د رهبرۍ او نه هم د مرستندویه هېوادونو لپاره د ډاډ وړ دي.
هغه وړاندې وویل، ولایتي کمېټو تر اوسه حتی پخپل ولایت کې هم د سولې اړوند د اړيکي یا هم د جګړې د کمښت لپاره څه نه دي کړي.
خلیلي وویل: «ما له ولایتي کمېټو داسې طرحې نه دي تر لاسه کړې، چې د دوی په ولایت کې له وسلهوالو مخالفینو سره د تماس یا هم د جګړې د کمښت لپاره یوه حللاره پکې وي.»
هغه د سولې عالي شورا د هڅو په لړ کې یادونه وکړه، چې دوه ځلې يې د طالبانو له استازو سره له هېواده د باندې خبرې اترې کړې دي: «دوه ځله د طالبانو د داخلي کړیو له استازو سره په بهرني هېواد کې د جلساتو شاهد یو.»
طالبانو له سولې شورا سره د خبرو اترو اړوند کله څرګندونې نه دي کړې.
په ورته وخت کې د ولسمشر سلاکاره ملالۍ شینوارې د سولې لپاره د عمل او ارادې یادونه کوي: «سوله نه په پروژو راځي نه په پیسو، سوله په ارادو راځي، موږ باید د سولې لپاره اراده وکړو، نیتونه صاف کړو او عملونه مو د سولې د راتګ لپاره چمتو کړو.»
د سولې د عالي شورا اړوند د ولایتي کمېټو غړو بیا د سولې شورا پر رهبرۍ نیوکه لري، د کندهار د ولایتي کمېټې غړی سید حاجي ولي شاه وايي دوی ته له څو میاشتو راهیسې معاشونه نه دي ورکړل شوي.
هغه زیاته کړه: «تر اوسه پورې دغه زمینه دوی [سولې شورا] نه ده برابره کړې، چې موږ مخالفین سولې ته قانع کړو، شپږ اوه میاشتې کېږي، چې معاشونه پاتې دي.»
دا په داسې حال کې دی چې تېره اوونۍ د سولې د خبرو اترو لپاره د سولې عالي شورا د یو پلاوي د جوړولو اړوند خبر ورکړ.
د دې شورا مرستیال عزیز الله دین محمد وویل، دغه پلاوی به له پنځو تر اوو تنو غړي ولري او په خبرو اترو کې به مهم رول ولري.
هغه وویل: «تر ټاکنو وړاندې له طالبانو سره خبرې اترې باید یوې پایلې ته ورسېږي، د دې مانا دا ده چې پلاوی باید ژر جوړ شي، موږ ډېر وخت نه لرو.»
د سولې عالي شورا په داسې حال کې د خپلو ولایتي کمېټو له ناکارۍ سر ټکوي، چې په ارګ کې د سولې د خبرو اترو اړوند د مشورتي بورډ جوړولو اعلان، د سولې شورا د لغوه کېدو اندېښنې هم پیاوړې کړې دي.