د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتونو ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد کابل ته د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې د افغان حکومت او طالبانو غوښتنه کړې چې د سولې خبرو ته خپل پلاوي غوره کړي.
ښاغلي خلیلزاد ویلي د دواړو لورو استازي باید «صلاحیت لرونکي» واوسي، نوموړي له افغان حکومت نه د داسې ټیم جوړولو غوښتنه کړې، چې صلاحیت ولري او ټولشموله وي.
نوموړي دا خبرې پرون دوشنبه(د تلې۱۶مه) کابل کې له یو شمېر خبریالانو سره په لیدنه کې وکړې.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زیاته کړې، له واشنګټن څخه ورسره راغلي پلاوي کې د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو، سپینې ماڼۍ او یو شمېر امنیتي بنسټونو استازي شامل دي.
خلیلزاد وايي ورسره راغلی پلاوی صلاحیت لرونکی دی:«موږ کولی شو په هر چوکاټ کې د سولې خبرو کې حضور ولرو او اسانتیا رامنځته کړو.»
که څه هم ښاغلي خلیلزاد ویلي، د افغانستان د سولې بهیر د افغانانو کورنۍ موضوع ده، خو افغانستان کې یې د جګړې پر پای ټینګار کړی دی.