Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خلیل‎زاد: له مشورتي لویې جرګې مخکې دې ملي مرکچي پلاوی جوړ شي

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‎زاد له افغان حکومته غواړي چې د مشورتي لویې جرګې له جوړېدو مخکې دې له طالبانو سره د مذاکرې لپاره یو ملي او ټول شموله مرکچي پلاوی دې جوړ کړي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي چې ټاکل شوې په راتلونکې اوونۍ کې د پنځم ځل لپاره په دوحه کې د طالبانو له استازو سره وګوري، له طلوع نیوز سره په مرکه کې د خپلې دغې کتنې یوه مهمه موخه د اوربند او له افغان حکومت سره د خبرو لپاره د طالبانو د حاضرولو په اړه پایلې ته رسېدل بولي.

ښاغلي خلیل‎زاد په دې اړه وویل:«موږ غواړو چې ډېر ژر اوربند پیل شي او دویم دا چې د حکومت په ګډون د افغانانو ترمنځ خبرې ژر تر ژره پیل شي.»

ښاغلی خلیل‎زاد له افغان حکومته غواړي د سولې د مشورتي لویې جرګې له جوړولو مخکې له طالبانو سره د خبرو لپاره یو ملي او هراړخیزه پلاوی وټاکي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په دې اړه وايي:«دا مسله عاجله ده که‎چېرې یوه ډله جوړه شي چې په هغه کې د حکومت مشرتابه ته درناوی وشي او په ورته وخت کې نور سیاسي عناصر هم شریک وي.»

په ورته وخت کې د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري هم وايي چې د مرکچي پلاوي ترکیب د بدلون وړ دی:«د افغانستان د اساسي قانون پر بنسټ یو ملي ډله او یوه منسجمه ډله وي او د دغې ډلې په ترکیب کې بدلون راځي او یو داسې ډلې چې د ټولو د منلو وړ وي د سولې په دې پړاو کې جوړېږي.»

دغه امریکايي سیاستوال په قدرت کې د ګډون لپاره د طالبانو د لېوالتیا خبره هم کوي.

خلیلزاد زیاتوي:«هغوی وايي چې په واک کې د ګډون لپاره لېواله دي، ځکه چې تېر حکومت یې ناکامه و. لکه چې د مجاهدینو او کمونیستانو ناکام وو.»

زلمی خلیلزاد د پاکستان له لومړي وزیر سره د طالبانو د کتنې لغوه کېدل ښه کار بولي او له سعودي عربستانه هم غواړي له پاکستان سره خپلې مرستې مشروطې کړي.

زلمي خلیل زاد په دې اړه څرګنده کړه:«سعودي عربستان د پاکستان په پرتله مهمه ونډه لري، او په یوه داسې دریځ کې دی چې کولای شي له پاکستان سره مرسته وکړي، په هغو بحثونو کې چې موږ د عربستان له ولیعهد سره لرل، هغوی مو وهڅول چې هغوی پاکستان ته خپلې مرستې په افغانستان کې د جګړې په پای کې د همکارۍ لپاره مشروطې کړي.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د سعودي عربستان ولیعهد اوس په پاکستان کې دی او ټاکل شوې سعودي عربستان په پاکستان کې د شل مېلیارد ډالرو په ارزښت پانګونه وکړي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي چې ټاکل شوې په راتلونکې اوونۍ کې د پنځم ځل لپاره په دوحه کې د طالبانو له استازو سره وګوري.

شریک یي کړئ