هندي رسنیو نن دوشنبې(د غوايي په ۱۶ مه) رپوټ ورکړی چې ټاکل شوې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د هند د بهرنیو چارو له وزیرې سوشما سواراج سره په نوي ډیلي کې وویني.
خلیلزاد په دوحه کې له طالب استازو سره له څلور ورځنیو خبرو اترو وروسته چې پایله یې لاهم روښانه نه ده نوي ډیلي ته تللی او له هندي چارواکو سره به وویني.
دا هند ته د ښاغلي خلیلزاد دویم سفر دی. له دې مخکې، هغه د روان زږدیز کال په جنورۍ میاشت کې دغه هېواد ته تللی و.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني د یکشنبې له غرمې مخکې د پاکستان له لومړي وزیر سره په پوې ټلېفوني اړیکه کې د افغانستان د سولې بهیر او د سیمهییز پیوستون په اړه خبرې وکړې.
د پاکستان لومړي وزیر ژمنه وکړه چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.