Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خوست کې د بې سرپرسته ماشومانو روزنه کېږي

د خوست د کار او ټولنیزو چارو ریاست د هغو ماشومانو لپاره یو رزنتون جوړ کړی چې پلرونه او سرپرستان يې روانه جګړه کې له لاسه ورکړي یا هم اقتصادي ستونزې لري. 

د دې ولایت د کار او ټولنیزو چارو رییس احسان ځدراڼ وايي، په دې روزنتون کې تر اوسه پورې ۳۷ ماشومان روزل کېږي، خو هڅه کوي چې ظرفیت يې لوړ کړي. 

هغه زموږ همکار ته ویلی: «واقعیت دا دی چې دا د خوست لپاره بسنه نه کوي، له وزارت سره په همغږۍ هڅه کوو، چې د دې روزنتون ظرفیت لوړ کړو.»

هدایت الله په دې روزنتون کې هغه ماشوم دی، چې وايي پلار يې وسله‌والو له کوره ویوست، ويې واژه او پر لاس يې لیکلي و، جاسوس.

هغه د سولې غوښتنه کوي:«پلار مې يې له حجرې نه را ایستلی و، ډنډ فقیرانو ته يې وړی و، په ټوپکو يې ویشتلی و، پر لاس يې ورلیکلي و، جاسوس؛ زه غواړم چې عسکر او طالبان جنګ بس کړي، کنه زما غوندې نور یتیمان به هم پاتې شي.»

رحمان الله یو بل ماشوم دی، وايي پلار يې له دوکانه سودا راوړله، چې چا په لار کې وواژه: «پلار مو داسې مړ شو، چې دوکان ته ران و، سودا يې راوړله، هغې خوا نه څوک ورته مخکې شوي و، ویشتلی يې و.»

د خوست د کار او ټولنیزو چارو ریاست ژمنه کوي چې د دې روزنتون ظرفیت به لوړوي او لا ډېرو جګړه ځپلو او بې وسه ماشومانو ته به د زده کړې زمینه برابروي.
 
د کار او ټولنیزو چارو ریاست وايي، د دې روزنتون ظرفیت به لوړوي او لا ډېرو جګړه ځپلو او بې وسه ماشومانو ته به د زده کړې زمینه برابروي.

شریک یي کړئ