Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خوست کې نیزه بازان دې لوبې لپاره مناسب ځای غواړي

په خوست ولایت کې د نیزه بازي یو شمېر مینه‎والو دا لوبه ترسره کړ، نیزه بازې د هېواد په سویل کې دودیزه لوبه شمېرل کېږي، خو مینه‎وال یې وايي چې د لوبې ترسره کېدو لپاره مناسب ځای یا کوم لوبغالی نلري.

بهادر د خوست میشتوال دی چې شاوخوا پنځه څلویښت کاله عمر لري او د لس کلنۍ څخه راپدیخوا د نیزه بازي لوبې سره اشنا شودی. دی وايي اس یې کابو شل لکه افغانۍ بیه لري.

دی زیاتوي:«موږ سره دې مرسته وکړي، موږ ته دې میدانونه جوړ کړي، نور به موږ داسې لوبې وکړو چې نور به حیران شي، موږ به د خپلو پلرونو او نیکونو تاریخ ژوندی کړو، نیزه بازي د اسلام له نګاه نه هم کومه ستونزه نلري.»

خوست کې نیزه بازان د دې لوبې ترسره کولو لپاره اړ دي چې  لوړ بیه او تیزه قدمه اس له ځان سره ولري یو شمېر لوبغاړي وايي حکومت دې دوی ته د هېواد په کچه سیالۍ برابره کړي.

نیزه باز، شانک چې له لوګره راغلی وايي:«حکومت تراوسه له موږ سره کومه مرسته نه ده کړې، موږ خپله ډېره ورسره مینه لرو او دا لوبه کوو، خلک یې هم خوښوي.»

 بل نیزه باز، عالي اکبر پروانه زیاتوي:«زموږ ستونزې د میدان نشتوالی، د دولت لخوا د مرستو او هڅونې نشتون زموږ ستونزې دي او نور نو مینه وال یې ډېر دي.»

په خوست کې تیزه بازي تر ډېره د جمعې په ورځ ترسره کیږي چې لوبغاړي او نندارچیان یې د ولسوالیو ترڅنګ د ګاونډیو ولایتونو څخه هم د لوبې لیدو ته راځي.

په غزنې کې د نیزه بازۍ د لوبغاړو د ټولنې مشر، خان زاده وايي:«اوس مهال د نندارې لپاره له غزني نه راغلی یم، موږ په غزني کې هم دا لوبه او میله کوو، اوس په غزني کې واورې دي، نو دا لوبه مې یادېده نو ځکه خوست ته د نندارې لپاره راغلم.»

سره له دې چې نیزه بازي په افغانستان کې زوړ تاریخ لري او له سلګونو کلونو راهیسې په افغانستان کې ترسره کيږي او په خوست کې لا هم دا لوبه ترسره کېږي.

په خوست ولایت کې نیزه بازان وايي که دولت ورته میدانونه جوړ کړي او په نورو ولایتونو کې ورته د لوبو زمینه برابره کړي، نو دوی چمتو دي چې لوبه وکړي

شریک یي کړئ