Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان د سیاسي، پوځي او اقتصادي خپلواکۍ په اړه غبرګونونه

د هېواد د خپلواکۍ سلمې کلیزې کې ځينې په دې باور دي چې افغانستان لاهم سیاسي، پوځي او اقتصادي خپلواکي نه‎لري.

د هېواد ځينې سیاستوال وايي چې د هېواد سترې پرېکړې بهرنیا کوي له همدې امله موږ نه شو کولای چې د ازادۍ او خپلواکۍ ادعا وکړو.

په دې لړ کې ځينې سیاسي څېرې او حتا ولسمشرۍ ټاکنو ته ځينې نوماندان هېواد ښکېلاک شوی ګڼي.

ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند ګلبدین حکمتیار په دې اړه وايي:«موږ نه ازادي لرو، نه خپلواکي لرو او نه هم ملي واکمني.»

پخوانی طالب چارواکی سیداکبراغا هم څرګندوي:«د امریکايانو د وتلو لپاره له هغوی سره خبرې روانې دي، د دوی حضور زموږ خپلواکۍ تر پوښتنې لاندې راوستي دي.»

یو شمېر نور بیا وايي، اوسني زمان کې هر هېواد په بل یو پورې تړلی دی او هېڅ یو یې مطلق ازاد نه دی.

د جمعیت اسلامي ګوند غړی عبدالحفیظ منصور وویل:«هغه څه چې د هېوادونو په مناسباتو کې موجود دي متقابل تړاو دی نه بشپړه ازادي او خپلواکي، د بېلګې په توګه لکه‎څرنګه چې افغانستان د امریکا ځواکونو او پیسو ته اړتیا لري او امریکا د افغانستان امنیت ته محتاج دی.»

خو یو شمېر نور بیا د هېوادونو اړیکې بل ډول تعریفوي.

سیاسي شنوونکی احمد سعیدي څرګنده کړه:«هغه سیاسي تړاو چې نور زموږ په غیاب کې پرېکړه کوي هغه هم له مشورې پرته دا سیاسي تړاو نه دی دا یو ډول غلامي ده.»

اقتصادي کارپوهان هم په اقتصادي ډول او د زېربناوو د نه لرلو له کبله په نورو پورې تړلی بولي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې سرپرست خان جان الکوزی وايي:«موږ تراوسه هغې کچې ته نه یو رسېدلي، زېربنا نشته، نظر شته، تیوري شتون لري خو هغه ډول چې لازمه ده د امان الله خان پلانونه چې باید عملي شي او هغه خوا ته ولاړ شو چې لاهم موږ ستونزې لرو.»

خو له دې ټولو سره سره بیا د هېواد په بېلابېلو برخو کې د خپلواکۍ د بېرته ګټلو جشن لمانځل شوی دی.

په دې لړ کې د کابل په ختیځ کې ځينو ځوانانو د موټرو له کاروانونو سره چې د هېواد په ملي بیرغونو او د شاه امان الله خان په تصویرونو ښکلي شوي وو په ښار کې تګ راتګ وکړ او د هېواد د خپلواکۍ سلمه کلیزه یې ولمانځله.

د ښار په واټونو کې لږ موټر داسې دي چې د هېواد په ملي بیرغ او د امان الله خان په انځور ښکلي شوي نه وي.

د کابل اوسېدونکی هیبت الله ځاځی وايي:«د هېواد د خپلواکۍ پر سلمې کلیزې ویاړم او دا چې غازي امان الله خان موږ ته دا ویاړ پرېښی ترې ډېره مننه کوم.»

دغه ځوانان د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې د لمانځلو په مراسمو کې د ګډون لپاره دوه ورځې مخکې له کونړ ولایته کابل ته راغلي دي.

اوس دغه کسان د خپلواکۍ د مبارزې اتلانو ته د درناوي په موخه د پغمان تاق ظفر ته ورغلي دي.

د کونړ اوسېدونکی عزیز الرحمن وویل:«زموږ لپاره همدا یوه ازادي ده چې کولای شو په ازاده فضا کې ژوند کوو.»

خو د فضل الله په شان کسان چې کارګر دی او د کار لپاره له جلال اباده کابل ته راغلی د خپلواکۍ د ورځې په اړه خبر نه لري.

کارګر فضل الله زیاته کړه:«له چکر وروسته دلته (طاق ظفر ته) راغلم، پلی راغلم دلته کېناستم ډېر ښه سوړ او شین ځای دی.»

حکومت څو اوونۍ مخکې د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې د لمانځلو لپاره تیاری پيل کړی و او د دې جشن لپاره یې ۳۸۳ مېلیونه افغانۍ لګولې دي، خو په کابل کې د شنبې شپې خونړۍ پېښې د حکومت ډېری پروګرامونه ګډوډ کړل.

شریک یي کړئ