Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

داعش په میرزا اولنګ کې د وژنو مسوؤلیت ومانه

د داعش له لورې نن( دوشنبې د زمري۲۴مه) په خپره شوې خبرپاڼه کې د سرپل ولایت په میرزا اولنګ دره کې د ملکی کسانو د وژنو مسوؤلیت پرغاړه اخیستی دی.

دا خبرپاڼه چې په عربي ژبه لیکل شوې ده په کې راغلي، د دوی جنګیالي د سرپل په میرزاو لنګ دره کې ۵۴ کسان وژلي دي.

مخکې له دې د سیمې خلکو ویلي وو چې پر درې بریدکوونکو تور او سپین بیرغونه درلودل.

دا په داسې حال کې ده د سرپل ولایت چارواکو د صیاد ولسوالۍ د میرزا اولنګ د نیونې او وسله‎والو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکړ.

د سرپل ولایت سیمه‎ييز چارواکي وايي چې د یاد ولایت میرزا اولنګ دره دوشنبې ماښام( د زمري۲۳مه) د افغان ځواکونو لخوا نیول شوې او ترهګرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د اړوند خبر لیدو لپاره دا ځای کېکاږئ: 
 
داعش ډلې د سرپل په صیاد ولسوالۍ کې د ملکي کسانو د وژنې مسوؤلت چې په کې کابو ۵۰ تنه ووژل شول، اخیستی دی

شریک یي کړئ