Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

داعش ډلې په کونړ ولایت کې ۱۲ ماین پاکوونکي تښتولي

د کونړ ځايي چارواکو د پجشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۲۸ مه) ویلي چې داعش ډلې، تېره ورځ په دغه ولایت کې ۱۲ ماین پاکوونکي تښتولي دي.

 د کونړ د والي ویاند غني مصمم وايي چې دغه ماین پاکوونکي د چهارشنبې په ورځ د ماښام ۷ بجو په شاوخوا کې د دغه ولایت د ننګاله ولسوالۍ په «پیچ درې»سیمه کې تښتول شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د دغو کسانو د خلاصون لپاره هېڅې روانې دي.

د هغه په وینا، دغه تښتول شوي کسان، د «اریا» ماین پاکولو بنسټ ته کار کاوه د هغوی په منځ کې یو ډاګټر هم شامل دی.

په همدې حال کې د اسوشېټډ پرس خبري اژانس رپوټ ورکړی چې په دغه ولایت کې قومي مشران هڅه کوي ترڅو دغه کسان د داعش ډلې له بنده خلاص کړي.

په کونړ د اریا بنسټ مسوول عبدالشکور یوسفي دغه خبري اژانس ته ویلي چې لس تنه ماین پاکوونکي، یو ډاکټر او د دغو ماین پاکوونکو مشر د داعش له خوا تښتول شوي دي.

په همدې حال کې، په کابل کې د اریا بنسټ مسوول طلوع نیوز ته وايي چې د دغه بنسټ ماین پاکوونکي تراوسه ازاد شوي نه دي او د هغوی د خلاصون لپاره هڅې روانې دي.

د کونړ د والي ویاند وايي دغه تښتول شوي کسان، د «اریا» ماین پاکولو بنسټ ته کار کاوه د هغوی په منځ کې یو ډاګټر هم شامل دی.

شریک یي کړئ