پاکستاني ورځپاڼې«ډیلي ټایمز» نن(دوشنبې د غويي۳۱مه) راپور ورکړی دی د افغانستان او پاکستان دیني علماو ناستې په اړه چې د سولې بهیر ته د طالبانو هڅونې په موخه ترسره شي، هوکړه کړې ده.
په دې راپور کې راغلي دي چې د افغانستان او پاکستان دیني علماو خبرو اترو موخه د کابل او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو ته د زمینې برابرول دي.
تر اوسه د دې ناستې کره نېټه نه ده مالومه.
دا غونډه به په داسې حال کې ترسره شي چې نېږدې دوه اونۍ مخکې د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا دیني عالمانو په اندونیزیا کې سره ولیدل او د کابل او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو غوښتونکي شول.
دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې د غويي پر ۲۱مه د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا د دیني عالمانو، د اندونیزیا په بوګور ښار کې د افغانستان د جګړې په اړه د دغو علماوو د دریځ نیولو په منظور ګډه غونډه جوړه شوه.
دیني علماوو په دې ناسته کې، په یوې اعلامیه کې، په افغانستان کې د سولې د تامین لپاره له هڅو ملاتړ وکړي او ټینګار یې وکړ چې تاوتریخوالی په اسلام کې ځای نهلري.
په دغې اعلامیه کې له طالبانو هم غوښتل شوي وو چې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي او د دغه هېواد د سولې وړاندیز چې موده وړاندې د ولسمشر غني له خوا وړاندې شوی مثبت ځواب ورکړي:«موږ علما، د افغانستان د سولې له وړاندیزه چې په فبرورۍ میاشت کې اعلان شو، له هغه ستاینه او ملاتړ کوو.»
په همدې حال کې دپاکستان حقاني مدرسې مشر، مولوي انورالحق حقاني او په اندونیزیا کې د دیني عالمانو دناستې ګډونکونکي داندونیزیا په ناسته کې دپاکستانې علماوو ګډون دطالبانو استازولي وبلله.
نوموړي ویلي وه چې دوی اجازه ورنکړه چې په دغې ناسته کې د طالبانو نوم واخستل شي او یا هم د افغانستان دجګړې په اړه فتوا صادره شي.
اخوا سیاسي چارو یوشمېر کارپوهان پاکستاني ملایان د دغې هېواد داستخبارات لاس پوڅي بولي او وایي چې هیڅکله باید په داسي کسانو باور ونه شي.