Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دانش: د وژل شویو سرتېرو له کورنیو سره یو شان مرستې نه دي شوې

د کورنیو چارو وزارت مني چې د هېواد د وژل شویو دولتي ځواکونو له کورنیو سره اړینه مرسته نه ده شوې.

د دغه وزارت په وینا، دم‎ګړۍ پنځلس زره کورنۍ چې خپلوان یې پولیس وو او په جګړو کې وژل شوي د دغه وزارت د وژل شویو د وارثینو په نوملړ کې ثبت دي؛ خو دغه وزارت دا شمېر ډېر بولي او د دې پخلی کوي چې دغو ټولو کورنیو ته په یو شان مرستې نه دي شوي.

د طلوع نیوز خبریال کندز کې د پولیسو د هغه افسر کور تللی چې کابو یوه میاشت مخکې په دغه ښار کې د وسله‎والو په ډزو کې ووژل شو، هغه وايي چې له دغې کورنۍ سره مرسته نه ده شوې.

د پولیسو دغه افسر قدرت الله نوېده، نوموړی سهار د شپې له دندې راستون شو او کله چې لږ وروسته کار ته ستنېده په کندز ښار کې پرې برید وشو.

د وژل شوي سرتېري ورور نصرت الله نظري په دې اړه وویل:«باید د شهیدانو له کورنیو سره مرسته وشي، رسېدنه وکړي، د هغوی پوښتنه دې وکړي.»

د وژل شوي افسر د خاله زوی امید وايي:«ځوانان تل د هېواد په خدمت کې دي. د دغو ځوانانو د ترور مخه باید ونیول شي؛ ځکه چې د ځوانانو زړونه به نور ساړه شي.»

د کورنیو چارو وزارت په وینا په اوسني وخت کې ۱۵ زره کورنۍ په دې وزارت کې د پولیسو د وارثینو په نوملړ کې ثبت شوې دي.

دغو کورنیو ته په ټاکلي وخت پيسې، خوراکي توکي، د حج سفر او په ځینو موردونو کې کور یا ځمکې ورکړل شوې دي.

خو دا وزارت مني چې ځینې مرستې یوازې لږ شمېر کورنیو ته رسېدلې دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش څرګنده کړه:«له بده مرغه د پولیسو د شهیدانو شمېر له حده زیات دی، یوازې په کورنیو چارو وزارت کې کابو ۱۵ زره شهیدان ثبت دي که‎چېرې ووایوو چې دغو ټولو ته یو شان امتیاز، او د ځمکې او کور په شان  امکانات وېشل شوي، دا ډول نه دی؛ یو لږ شمېر دغو سره مو دا مرستې کړې دي.»

په دې لړ کې پخواني پوځیان په دې باور دي چې د دولتي ځواکونو د تلفاتو زیاتوالی د دې لامل شوی امنیتي ادارې د وژل شویو پوځیانو کورنیو ته پاملرنه ونه‎کړي له همدې امله دې ته اړتیا ده چې د دغې ستونزې د هواري لپاره بل بنسټ رامنځته شي او له دې لارې د هغه څه مخه ونیسي چې د دغو کورنیو د حق ترپښو لاندې کېدل بلل کېږي.

پخوانی پوځي عتیق الله امرخېل په دې اړه په ډاګه کړه:«هغه کسان چې په مشرتابه کې دي، هر څه د ځان لپاره غواړي، د خپل مقام لپاره یې غواړي، د خپلې څوکۍ لپاره یې غواړي، نه د ملت او خلکو لپاره چې خپل ځان د ملت لپاره فدا کوي.»

په وروستیو اوونیو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د جګړو له امله د دولتي ځواکونو مرګ ژوبله زیاته شوې ده.

د دوشنبې په ورځ سیمه‎يیزو چارواکو د هېواد په څلورو ولایتونو کې د څه باندې ۵۰ افغان پوځیانو د وژل کېدو خبر ورکړ. دا نښتې په سرپل، کندز، جوزجان او سمنګان ولایتونو کې شوې دي.

شریک یي کړئ