Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

داودزی سوله د حکومت او طالبانو ترمنځ په مخامخ خبرو تړلې بولي

د سیمه‎‎ییزې اجماع لپاره د ولسمشر غني ځانګړي استازي اسلام اباد د سفر په ترڅ کې ویلي، تر هغو چې طالبان د افغانستان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر نشي، افغانستان کې د سولې راتګ ستونزمن دی.

ښاغلي داوودزي ویلي دي:« دوی یعنې پاکستان پر طالبانو نفوذ لري زه د زور له کلمې کرکه لرم، کله چې تاسو یو څوک په زور سره خبرو ته اړباسئ دا نه مني، تاسو باید دوي دې کار ته وهڅوئ، باید دوي یقیني کړئ چې دا د هغوی په ګټه ده ترڅو د خبرو میز ته راشي او دا هغه څه دي چې پاکستان یې اوس کوي.»

په همدې حال کې د حکومت اجراییه رییس وايي تراوسه د پاکستان په کړنو کې هیڅ بدلون نه دی راغلی.

عبدالله عبدالله وايي:«هیڅ بدلون تر اوسه چې د خبرو میز ته حاضر شي د طالبانو په دریځ کې نه دی راغلی، او هغه هېواد چې ترې ملاتړ کوي، د هغوی په دریځ کې هم بدلون نه دی راغلی.»

په دې لړ کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد يو ځل بیا خپل هڅې پیل کړې او هند، چین او پاکستان ته له سفرونو وروسته افغانستان به ته راشي.

کاناډا کې د افغانستان پخوانۍ سفیره، شینکۍ کروخیل وايي:« هیله ده چې ښاغلی خلیلزاد خپلو سفرونو ته دوام ورکړي، ځکه چې هر هېواد اندېښنې لري هر یو ته باید قناعت ورکړل شي تر څو ډاډه شي او په دې بهیر کې همکاري وکړي.»

له بلې خوا تمه کیده چې د طالبانو او امریکا استازي، د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو په ابوظبي کې د سلامشورو په دوام د قطر په دوحه کې سره خبرې اترې وکړي خو د طالبانو سرچینو ویلي چې دا ناسته د هغې د اجنډا پر سر د اختلافاتو له امله ځنډول شوې ده.

د ولسي جرګې غړی، عبیدالله بارکزی وايي:«زه نه پوهېږم چې ولې یو شمېر هېوادونو د افغانستان سوله د خپل لاس لوبه جوړه کړې او ساعتیري کوي.»

 په دې لړ کې په کابل کې د امریکا سفیر په قطر کې د امریکا او طالبانو د استازو لیدنه ردوي او وايي طالبان هماغه شان چې له رسنیو سره خبرې کوي له افغان حکومت سره دې هم خبرې وکړي.

داودزی وايي چې پاکستان پر طالبانو نفوذ لري او باید چې دا هېواد طالبانو د سولې خبرو اترو لپاره وهڅوي

شریک یي کړئ