د سولې عالي شورا د دارالانشاء رییس، عمر داوودزی وايي د سولې ملي مشورتي جرګه به روانې کب میاشتې په ۲۶مه جوړه او درې ورځې به دوام وکړي.
ښاغلي داوودزی (چهارشنبې د کب په لومړۍ نېټه) د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون لخوا د «ښځو، سولې او امنیت» تر نامه لاندې د یوې څېړنې د خپرېدو په غونډه کې دا مطلب څرګند کړ.
نوموړی وړاندې وايي د جرګې د جوړېدو په موخه پنځوس کسیزه غیرحکومتي پلاوی پر کار بوخت دی.
د سولې عالي شورا د دارالانشاء رییس همداراز څرګندوي که د سولې په اړه لا ډېر بحث ته اړتیا وه، نو د جرګې موده له له درېوو ورځو ډېره شي.
په همدې حال کې یادې غونډې کې د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون د مشرې، سیما سمر وايي د سولې په بهیر کې باید اکثریت خلک ښکېل ووسي، په ځانګړې توګه د ښځو مانا لرونکې ونډه اړینه بولي.
نوموړي څرګنده کړه چې ښځې باید د سولې په خبرو او ان د دې بهیر په پلې کولو کې ونډه ولري.
د هېواد د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، صلاح الدین رباني هم وايي د افغانستان اوسنۍ ښځې غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې د سولې راتګ سره به نور ورته صحرايي محکمه نه جوړیږي او له خپلو قانوني حقونو به استفاده کوي.
افغانستان کې د امریکا سفیر، جان بس هم د سولې په بهیر کې د افغانانو پر ګډون ټینګار کوي او زیاتوي افغانان باید د سولې په خبرو کې ښکېل ووسي چې د سولې په خبرو کې پر څه خبرې کېږي او څه کېږي.
دی وايي:«هغه سوله چې د افغانانو له خوا رامنځته کېږي، دا به یوه دوامداره سوله ووسي. خو دا په دې مانا نه ده چې موږ د سولې په برخه کې کوم کار نه کوو. موږ افغان حکومت او خلکو ته درناوی لرو دا چې دوی خپله پرېکړه وکړي.»
په همدې حال کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سولې مشورتي جرګې جوړېدل د سولې بهیر لپاره اغېزناکه بولي.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په دې اړه وویل:"یو مثبت ګام دی، کهچېرې د هغه ډلې جوړېدو ستونزه چې په راتلوونکو غونډو کې د افغانستان په استازیتوب ګډون کوي حل شي او د لویې جرګې له خو هم ومنل شي دا به ښه وي."
بلخواحکومت د سولې لپاره خپله طرحه به د لویې جرګې د غړو له مشورو سره عملي کړي. ولسمشرۍ ماڼۍ وايي د سولې په مشورتي لویه جرګه کې د خلکو استازي به د هېواد له ګوټ ګوټ څخه راوبلل شي.