Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

داوودزی:دقطر غونډه کې د حکومت کډون په اړه تراوسه پرېکړه نه ده شوې

په داسې حال کې چې سیاستوالان د قطر په غونډه کې د ګډون لپاره چمتووالی نیسي، د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس عمر داوودزی وايي چې تراوسه په دغې غونډه کې د حکومت د استازو د ګډون په اړه پرېکړه نه ده شوې.
 
ټاکل شوې چې تر راتلوونکو دوه اوونیو سیاستوالان او طالب استازي د دویم ځل لپاره سره وګوري. دا غوڼده به د قطر په مرکز دوحې ښار کې ترسره شي.
 
داوودزي په دې اړه وویل:«د قطر غونډه وشي او که ونه شي او که‎چېرې وشي په کومه نېټه وشي، دا پرېکړه به انشاالله د یکیشنبې په ورځ په یوې دوستانه فضا کې او په هغې فضا کې چې د دوه ګډون کوونکو وي ترسره به شي.»
 
ټاکل شوې ده چې سبا(یکشنبې د وري په ۱۸ مه) د حکومت مشران او د هېواد یو شمېر سیاستوال د دوحې غونډې ترسراوي په اړه له زلمي خلیلزاد سره بحث او خبرې اترې وکړي.
 
ښاغلی خلیلزاد چې په دوه ورځني سفر پاکستان ته تللی و، ټاکل شوې چې نن شپه کابل ته راستون شي.
 
د قطر غونډه کې د ګډون لپاره د سیاستوالو له چمتووالي سره جوخت حکومت د لویې جرګې د جوړېدو په تابیا بوخته ده او دا جرګه به د غوايي په نهمه کابل کې د دوه زره استازو په ګډون ترسره شي.
 
داوودزی وايي چې د سولې مشورتي لویه جرګه له طالبانو سره د حکومت د خبرو چوګاټ مشخص کوي.
 
هغه زیاته کړه:«تاسو ته ډاډ درکوم چې تراوسه هغه چمتووالی چې نیول شوی، انشاالله چې دا د افغانستان د معاصر تاریخ تر ټولو، ټول شموله جرګه به وي.»
 
د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو کمېسیون غړی سید علی کاظمي هم څرګنده کړه:«د هغو کسانو عمر چې په دغې جرګه کې ګډون کوي لوړ عمر درویش کاله مو تعیین کړی چې ځوانان هم بې برخې نه شي؛ د ښځو ټولنه هم محرومه نه شي او مدني ټولنه او د افغانستان د خلکو بېلابېلې طبقې هم.»
 
د ولسمشر د لارښونې له مخې طالبان هم باید په دې جرګه کې شامل وي؛ خو تر اوسه د هغوی د رابللو د څرنګوالي په تړاو پرېکړه نه ده شوې.

شریک یي کړئ