Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

داوودزی د جرګې له ټولو منتقدینو غواړي چې جرګه کې ګډون وکړي

د سولې مشورتي لويې جرګې د جوړېدو کمېسيون مشر له ټولو هغو کسانو چې د سولې مشورتي لویې جرګه کې له ګډون سره پرېکون کړی، غواړي ، چې خپل دغه پرېکون څخه تېر او په دغې جرګه کې ګډون وکړي.

د سولې مشورتي لویې جرګې جوړېدو ته یوازې شپږ ورځې پاتې دي، هغه جرګه چې د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې په ګډون نږدې اته ډلو تحریم کړې ده او همدا ډول ملي محاذ ګوند ویلي، دوی به هم په دې جرګه کې ګډون و نه کړي.

د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس او د سولې د لویې جرګې د جوړېدو کمېسیون رییس محمد عمر داوودزی د لویې جرګې تحریم، د هېواد پر دودونو او ویاړونو نیوکه بولي. 

د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو کمېسیون ريیس محمد عمر داوودزی په دې اړه زیاتوي:«که‎چېرې ځینې کړۍ اندېښنه لري چې دا مه کړه دولت، د دولت په توګه له دې جرګې ناوړه ګټه پورته نه کړي دا دې پرېږدي او دا قضاوت دې له جرګې وروسته وکړي، که‎چېرې له لویې جرګې وروسته ارزونو یې وښوده چې واقعاً دولت ناوړه استفاده کړې په هغه صورت کې به زه هم د دوی پلوی شوم.»

سږني کال ته د سولې نوم ورکړل شوی دی، مګر ایا رښتیا هم د سولې د راتلو دا پخوانۍ هیل ې به پوره شي.

ښاغلي داوودزي په دې اړه څرګنده کړه:«په دې ډاډ ولرئ چې انشاالله سوله راځي او سږکال به راشي، خو سوله داسې نه ده چې ته بازار ته ولاړ شې او سودا واخلې او کور ته یې راوړې او ووايې چې وشوه، یعنې په یوه ورځ نه بشپړېږي، خو د سولې بنسټيز پړاو سږکال پيلېږي.»

بل لورته بیا د افغانستان د سولې او ژغورنې شورا د افغانانو ترمنځ خبرې اترې سولې ته د رسېدو لپاره ډېرې مهمې بولي.

د افغانستان د سولې او ژغورنې شورا ريیس ګل رحمان قاضي په دې اړه وايي:«د جګړې ښکېل لوري باید په دې یقین ولري چې سوله امتیاز غوښتل نه دي بلکې تنازل دی.»

د افغانستان د سولې او ژغورنې شورا غړی موسی فریور هم وویل:«ټول ښکېل لوري د افغانانو ترمنځ مذاکرته کې شامل شي او سولې ته د رسېدو لپاره له ځانه نرمښت وښيي.»

داسې په داسې حال کې ده چې د دوحې د ناستې له لغوه کېدو وروسته، له طالبانو سره د مرکچي پلاوي د جوړښت او دې غونډه کې د ګډون کوونکي پلاوي د نوي نوم‌لړ جوړولو کار پیل شوی او همدا ډول زلمي خلیل‌زاد هم د سولې په اړه خپل د سفر نوی پړاو پیل کړی دی.

شریک یي کړئ