Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

داوودزی: د سولې ملي مشورتي جرګې ۳۰سلنه ګډونکوونکې به ښځې وي

د سولې عالي شورا د دارالانشاء رییس، محمد عمر داوودزی وايي ټاکل شوې د سولې ملي مشورتي جرګه کې کاو دوه زره کسان د هېواد له ګوډ ګوډه ګډون وکړي او ۳۰ سلنه به یې ښځې وي.

ښاغلي داوودزي چې دوشنبې(د کب په ۶مه نېټه) خبريالانو ته خبرې کولې زیاته کړه

ټاکل شوې د سولې ملي مشورتي لویه جرګه د روانې کب میاشتې په ۲۶ مه پیل او تر ۲۹مې به دوام وکړي، د جرګې ګډون کوونکي به له طالبانو سره د سولې خبرو اترو د څرنګوالي په اړه بحث وکړي.

مخکې له دې د سولې عالي شورا ویلي وو، ټاکل شوې یادې جرګې ته د طالبانو استازي هم راوبلل شي.

د سولې عالي شورا د دارالانشاء رییس وايي د سولې مشورتي جرګې تګلاره بشپړه شوې او ټاکل شوې د هېواد له ټولو ولایتونو په کې دوه زره کسان ګډونوکړي.

مخکې له دې ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي وو، ښايي د جرګې ګډون کوونکي څلورو زرو کسانو ته ورسیږي.

ښاغلی داوودزی زیاتوي ټاکل شوې په هر ولایت کې د والي تر څار لاندې ښځو، ځوانانو او مدني ټولنو د غړو یوه کمېټه جوړه شي، او کمېټه به د یوې اوونۍ په ترڅ کې استازي وټاکي.

دی وړاندې وايي له ولایتونو به ۱۱سوه او کابو ۹۰۰ نور کسان به له کابله جرګه کې ګډون وکړي.

حکومت په داسې حال کې د سولې مشورتي ملي جرګې ته چمتوالی ښیې چې نن په قطر کې د طالبانو او د امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د سولې د خبرو پنځم پړاو پیل شو.

ټاکل شوې د سولې ملي مشورتي لویه جرګه د روانې لمریزې کب میاشتې په ۲۶ مه پیل او تر ۲۹مې به دوام وکړي

شریک یي کړئ