Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

داوودزی: که ټول سوله غواړو، باید جرګه تایید کړو

د سولې عالي شورا د دارالانشاء رییس، عمرداوودزی د ګوندونو، حکومتي او غیرحکومتي شخصتونو په غبرګون کې چې د سولې مشورتي جرګه یې تحریم کړې ده وايي، یاده جرګه به د سولې بنسټ جوړوي او همداراز هېواد کې به د سولې بهیر چټک کړي.

ښاغلي داوودزي نن(یک‎شنبې د غويي په ۸مه نېټه) له طلوع نیوز سره په خبرو کې زیاته کړه:«دوی ته ډاډ ورکوم چې دا جرګه به د سولې اساس جوړ کړي او دا جرګه به د سولې بهیر چټک کړي او خنډونه نه رامنځته کوي، بلکې خنډونه به د سولې له لارې لیري کړي. که موږ ټول سوله غواړو نو باید چې جرګه تایید کړو.»

دی باوري دی چې د سولې جرګې ته د سیاسي ګوندونو استازي هم غوره شويدي. مخکې له دې د اجراییه رییس، عبدالله عبدالله په ګډون راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نهو ټاکنیزو ډلو د سولې مشورتي جګره تحریم کړې وه.

د سولې عالي شورا د دارالانشاء رییس وايي:«هغو کسانو چې جرګه تحریم کړې ده، تر وروستۍ شېبې به هڅه وکړو چې دوی تشویق کړو تر څو دوی هم په جرګه کې ګډون وکړي او که بریالي نشوو، نو د جرګې صل هم هماغه دی چې د کلیو او بانډو استازي په کې ګډون وکړي.»

ښاغلی داوودزی مني چې د سولې مشورتي لویه جرګه کې د اجراییه رییس نه ګډونیوه تشه ده، خو زیاتوي د هغه د قانع کولو لپاره هڅې روانې دي.«ښاغلی عبدالله د اجراییه رییس په توګه له حکومت سره بایکاټ نه دی کړی، بلکې د یوې ټاکنیزې ډلې په توګه یې جرګه تحریم کړې ده چې باید د هغه اندېښنې رفع شي او دا یوازې زموږ مسوولیت نه دی، بلکې د ارګ مسوولیت هم دی چې په دې برخه کې کار وکړي.»

په همدې حال کې ښاغلی داوودزی هغه ګنګوسې چې ګواکې د سولې مشورتي جرګه د ټاکنیزو ناندرو لپاره یوه جرګه ده ردوي او زیاتوي چې ترسره کېدونکې جرګه به خلک او حکومت د سولې لورې ته بوځي.

هغه وړاندې وايي:«دا د ټاکنیز کمپاین لپاره جرګه نه ده او هغه ټول کسان چې فکر کوي د کمپاین مسله ده ډاډ ورکوم چې د کمپاین مسله نه ده، یوازې د سولې مسله ده او د سولې بهیر چټکولو په موخه او همداراز د سولې د بهیر د هڅو منسجم کول مطرح دي.»

ښاغلی داوودزی همداراز وايي د سولې جرګې ځنډول اوس مهال شونې نه ده:«دا د دې په څېر ده چې الوتکه د الوتو په حال کې وي او وویل چې چې باید ودریږي په داسې حال کې چې امکان نلري، ځکه چې درې زره استازي کابل ته راغلي دي، د بیت المال پیسې لګول ش،ي دي، امکان نلري چي وځنډول شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ پخوانی ولسمشر حامد کرزی ویلي وو چې د سولې مشورتي لویې جرګې ترسره کېدل په اوسنیو شرایطو کې د هېوادوالو په ګټه نه دي او باید وځنډول شي.

ښاغلي کرزي له دفتر نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي وو:« د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته وړاندیز کوم چې د دغې جرګې ترسراوی د سولې پر روانو خبرو اترو د احتمالي منفي اغېزو د مخنیوي په منظور وځندوي.»

ښاغلی کرزی وړاندې ویلي وو چې د دې لپاره د لویې جرګې د ترسراوي د ځنډېدو غوښتونکی شوی چې د هغه د ترسراوي په اړه ستره ملي اجماع شتون نه‎لري او همدارنګه دا جرګه د سولې د خبرو اترو د اعتماد فضا لپاره مرسته نه کوي.

عمر داوودزي د ښاغلي کرزي د خبرو په غبرګون کې وویل:«زه ډاډ درکوم چې د ښاغلي کرزي اندېښنه بې ځایه ده، ځکه که ښاغلی کرزی خپلو د یوې میاشتې مخکې خبرو ته مراجعه وکړي، نو هغه مهال یې د لویې جرګې له ترسراوي هرکلی کړی وو، خو زه نه پوهېږم چې اوس څه شوي دا چې ښاغلي کرزي ته اندېښنه پیدا شوې ده.»

دی وړاندې وايي لا هم د ښاغلي کرزي د قانع کولو لپاره هڅې روانې دي:«که ښاغلي کرزي یوه اوونۍ مخکې اعلامیه خپره کړې وی، نو د قناعت ورکړې لپاره به یې وخت ډېر وو.»

ښاغلی داوودزی همداراز وايي هره جرګه خپل مخالفان او همغږي لري او دا جرګه هم خپل له همدغه ډول یوه حالت سره مخامخ ده.

دی باوري دی چې د سولې جرګې ته د سیاسي ګوندونو استازي هم غوره شويدي. مخکې له دې د اجراییه رییس، عبدالله عبدالله په ګډون راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نهو ټاکنیزو ډلو د سولې مشورتي جګره تحریم کړې وه

شریک یي کړئ