Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

داوود بلخ ته د تلو لپاره د ارګ او نور ترمنځ دشخړو حل ته په تمه دی

د ولسمشر لخوا د بلخ د معرفي شوي والي ویاند وايي چې انجینر داوود، خپل کاري دفتر ته د تلو لپاره د ارګ او جمعیت اسلامي ترمنځ د بندون د ماتېدو او حل په تمه دی.

د ولسمشر له خوا معرفي شوی والي انجینر داوود د کابل په وزیر اکبر خان سیمه کې د بلخ ولایت لپاره دفتر پرانیستی او د بلخ ولایت له دریځه له خلکو سره لیدنې لري.

د ښاغلي داوود ویند رحمت الله فطرت وايي چې د ارګ او جمعیت اسلامي ترمنځ د اختلافونو اوږدېدل د دې لامل شوي دي چې ښاغلی داوود بلخ ته ولاړ نه شي.

هغه په دې اړه زیاته کړه:«موږ له جهادي مشرانو، سپین ږیرو سره لیدنې لرو، خو تراوسه موږ کاري کار پیدا کړی نه دی.»

دا په داسې حال کې ده چې د ارګ او جمعیت اسلامي ترمنځ د خبرو دوه پړاوونه تېر شوي. او نن د دغو خبرو درېیمه ورځ هم تېره شوه. خو دواړه لوري د دې غونډو جزییاتو په اړه څه نه وایي.

سرچینې وایي جمعیت اسلامي له ارګ سره هوکړه کړې چې د دې غونډو جزییات دې په ډاګه نه‎شي.

د ولسي جرګې غړي عبدالولي نیازي په دې اړه څرګنده کړه:«ډېر بحث د ملي یووالي حکومت د هوکړې پر پلي کېدو شوي او تر کومه ځایه چې مې اورېدلي، استازې دغو خبرو اترو ته هیله من وو او باور یې درلود چې یوې مطلوبې پایلې ته ورسېږي.»

دغو لانجو تر هغې وروسته زور واخیست چې ولسمشر د بلخ د والي عطامحمد نور استعفا منظور کړه او انجنیر داوود یې د بلخ د والي په توګه وټاکه.

خو عطامحمد نور د ولسمشر غني دا پرېکړه و نه منله او د دې پرېکړې پر وړاندې ودرېد.

د پوهنتون استاد اکرم عارفي وايي:«هغه مذاکرت چې د حکومت او جمعیت اسلامي ترمنځ پیل شوي د یوې ځانګړې موضوع په اړه دي حتا که‎چېرې هوکړې ته هم ورسېږي، ډېره لیرې ده چې دا هوکړه دې وکړای شي اعتماد جوړونه وکړي چې دواړه لوري پرې تکیه وکړي.»

تر دې وړاندې د ولسمشر له خوا له دندې لیرې کړل شوي والي عطامحمد نور ویلي وو چې د ملي یووالي حکومت د مودې تر پای ته رسېدو به د بلخ والي وي او د دغه ولایت اداري کارکوونکو ته یې خبرداری ورکړی وه چې هغه پرته بل څوک د والي په توګه چارې په مخ نه شي وړلی.

شریک یي کړئ