د دایکندي ولایت ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په پاتوی ولسوالۍ کې پر امنیتي ځواکونو د طالبانو په یوه ډلهییز برید کې اته تنه امنیتي ځواکونه وژل شوي او لس تنه نور ټپيان دي.
د دایکندي والي سیدانور رحمتي وايي چې د طالبانو یوې ډلې د جمعې په ورځ (د زمري په ۱۰مه) سهار یوهنیمه بجه د تپه زیات په سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو برید وکړ او له امنیتي ځواکونو سره په نښته شول.
رحمتي وايي چې په دغه برید کې د امنیتي ځواکونو دوه پوستې هم پرځېدلې وې چې بېرته د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شوې.
له دې سره هممهاله د دایکندي والي وايي چې طالب ډلې د کجران په مشترک بازار کې هم د امنیتي ځواکونو پر پوستې برید کړی دی. د رحمتي په وینا، په دغه برید کې د امنیتي ځواکونو یو تن وژل شوي او یو بل ټپي دی.
په دغو نښتو کې، طالبانو ته هم د درې مرګ ژوبلې په اړه خبر ورکړل شوی دی.