Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دبشري حقونو خپلواک کمېسیون توکمي تعصب دتاوتریخوالي اصلی لامل بولي

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون توکمي توپیري چلند هېواد کې د تاوتریخوالي اصلي لامل بولي. دغه بنسټ په هېواد کې د هر ډول توکمي تعصب د مخنیوي د ژمنې عملي کېدو لپاره څېړنه ترسره کړې ده.

د دغې څېړنې پر بنسټ ۲۵،۴ سلنه مرکه شویو کسانو تایید کړې چې یو او یا هم څو ځله، د قومي، مذهبي او ژبني تړاو له امله له تبعیض سره مخ شوی دی.

د دولتي بنسټونو د ګومارنې، د مادي او معنوي امتیازاتو په وېش او ترفیع په بهیر کې قومي، مذهبي، او ژبنی تړوا موجود دی، او حتا د اساسي قانون ځینو مادو هم توکمي تعصب ته لمن وهلې ده. 

دې کمېسیون له ۳۴۹۰کسانو سره خبرې اترې کړي او له ډلې ۱۰۹۳ ویلي، له یوه قوم سره د اړیکې په تړاو، ۵۹۶ تنو ویلي، له یوه مذهب او دین سره د اړیکې په تړاو او ۹۷۵ تنو ویلي، له یوې ژبې سره د اړیکې په تړاو له تبعیض سره مخ شوي دي.

دا څېړنه ښيي چې ۲۲۹ تنه له قومي، ژبني او مذهبي اړیکو له کبله په ټاکنو کې له ګډون محروم پاتې شوي دي.

د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون مشره سیما سمر وايي:«د هر ټول توکمي تبعیض منع کنوانسیون چې افغانستان په ۱۹۸۰ز کال کې له هغه سره یوځای شوی و، یعنې هغه یې لاسلیک کړی، خو په ۲۰۰۳ز کال کې عملاً تصویب شو چې باید په افغانستان کې تطبیق شي.»

۲۰۷ تنه د قومي تبعیض له کبله له خپلو دندو شړل شوي.

۲۷۵ تنه له قومي، مذهبي او ژبني اړیکو له کبله له پرمختګ محروم شوي.

۳۶۰ تنه بیا د مالي امتیازاتو څخه محروم پاتې شوي دي.

۲۷۲ تنه هغه مهال چې عدلي او قضايي ارګانونو ته یې مراجعه کړې له تبعیض سره مخ شوي.

۲۸۹ تنه د مالکیت او سوداګرۍ په برخه کې له تبعیض سره مخ شوي.

۴۰۱ تنه روغتیايي خدماتو ته د لاس‎رسي په برخه کې مخ شوي.

۴۰۷ تنو د لوړو زده‌کړو برخه کې تبعیض سره مخ شوي دي.

د بشر حقونو کمېسیون د څېړنې او مطالعاتو د برخې غړی عظیم بشارت څرګندوي:«زموږ د څېړنې میداني دلې ۲۹ ولایتونو ته سفر کړی او د دغو ولایتونو له اوسېدونکو او همدارنګه په دغو ولایتونو کې د هغو پنځو ولایتونو له اوسېدونکو سره هم مرکه شوې چې د څېړنې ډله نه ده توانېدلې هلته ولاړه شي او مرکه وکړي.»

دې څېړنه کې ۱۵۴۴ تنو ویلي، یو شمېر کسان پېژني چې د ټولنیزو رسنیو او غونډو کې د وینا له لارې تبعیض ته لمن وهي.

د څېړنې له مخې، د اساسي قانون یو شمېر مادې لکه ۶۲ مه، ۱۳۰ او ۱۳۱ د هېوادوالو ترمنځ برابري نه ښيي او تبعیض ته لمن وهي چې باید په اړه یې څېړنه وشي.

د څېړنې له مخې د اساسي قانون ۶۲مه، ۱۳۰مه او ۱۳۱مه، مادې تبعیض ته لمن وهي.

شریک یي کړئ