ملي دفاع وزارت وايي په تېرو څلورو ورځو کې چې د طالبانو اوربند پای ته رسېدلی، د دغې ډلې جنګیاليو پر دولتي ځواکونو خپل بریدونه دوه برابره زیات کړي دي.
د دغه وزارت په وینا، دمګړۍ د هېواد لس ولایتونه، د طالبانو د یرغلي بریدونو شاهد دي.
د طالبانو په وړاندې د حکومت د غځول شوي اوربند شپږ ورځې پاتې دي، اخوا ملي دفاع وزارت وايي چې په دې موده کې به امنیتي ځواکونه په دفاعي حالت کې وي.
د ملي دفاع وزارت د ویاندويۍ دفتر سرپرست محمد رادمنش وايي:« د تېرې اوونۍ په لړ کې مرګ ژوبله مو لرله خو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې موږ د هغو کسانو په وړاندې چې د اوربند په وړاندې یې فعالیت وکړ مرګ ژوبله اړوې ده.»
طالب جنګیالیو په یوه تر ټولو تازه برید کې تېره شپه د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز ښار په څنډه کې د پولیسو پر یوې پوستې برید وکړ؛ د پېښې د شاهدانو په وینا په دې برید کې پنځه پولیس سرتېري وژل شوي دي.
اخوا د هېواد په لوېدیځ فراه ولایت کې هم د طالبانو په بریدونو کې یو شمېر پوځیان وژل شوي دي.
د فراه والي بصیر سالنګي وویل:« د فراه رود په لور یې برید وکړ او څلور ملي پولیس یې شهیدان کړل او همدارنګه د پشت کوه پر ولسوالۍ یې هم برید وکړ چې څو ملي پولیس یې په سرحدي سیمو کې شهیدان کړل.»
پخواني پوځيان په دې باور دي چې د حکومت له لوري د کارنده پروګرامونو د نشتوالي له امله به دا اوربند د یو شمېر سرتېرو د وژل کېدو لامل شي.
د پوځي چارو شنوونکی جاوېد کوهستاني څرګنده وي:«دا اوربند هېڅ ډول حقوقي، رسمي معیار او تعیین شوې کرښې نه لري چې په کومو کرښو کې ځواکونه له کوم شمېر سره اوربند وکړي.»
اخوا له طالبانو سره د حکومت د یو اړخیز اوربند په ورځو کې د طالبانو په بریدونو کې د دولتي ځواکونو د مرګ ژوبلې زیاتېدو د ولسي جرګې غړي هم اندېښمن کړي دي.
په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازي علي اکبر قاسمي څرګنده کړه:« په غزني کې امنیتي وضعیت ډېر خراب دی او امنیتي ځواکونو ته ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده.»
که څه هم د حکومت له لوري له طالبانو سره د اوربند اعلان له هر کلي سره مخ شوی دی، خو پوځيان وايي چې یو اړخیز او د اوربند د قانون له اډانې بهر اوربند د هېواد د امنیتي ځواکونو لپاره ګواښونه رامنځته کولای شي.