Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دسولې مشورتي لویې جرګې د جوړېدو په هکله د سیاسي ګوندونو غبرګونونه

که‎څه هم شپږو ټاکنیزو ډلو او ځینو سیاستوالو، د سولې په لویې مشورتي جرګه کې پر ګډون بندیز لګولی، خو د دغې جرګې د ګډون کوونکو د غوراوي بهیر روان دی.

د سولې د مشورتي لویې جرګې د چمتووالي کمېسیون وايي چې تراوسه څه باندې یو زره او ۵۰۰ تنه ګډون کوونکي غوره کړل شوي.

خو حزب اسلامي او د عدالت اسلامي ټاکینزې ډلې مشر ګلبدین حکمتیار ګواښ کوي که‎چېرې د لویې جرګې د غړو د غورا په بهیر او د دغې جرګې په واکونو کې بدلون رامنځته نه شي، دغه ټاکنیزه ډله به د سولې مشورتي جرګه تحریم کړي.

تراوسه شپږ ټاکنیزو ډلو، یعنې عبدالله عبدالله، محمد حنیف اتمر، رحمت الله نبیل، احمد ولي مسعود، فرامرز تمنا او نورالحق علومي د سولې مشورتي لویې جرګې کې ګډون تحریم کړی دی.

د دغو بهیرونو له لورې په دغې جرګه کې پر ګډون بندیز به د جرګې په ترسراوي څه اغېزه ولري؟

د سیاسي چارو شنوونکی فضل الرحمن اوریا په دې اړه وویل:«ښاغلی غني غواړي له دې کار سره د لویې جرګې له ترسراوي سره غواړي خپلو شخصي موخو ته ورسېږي د هغه یوه موخه په ولسمشریزو ټاکنو کې خپلو سیاسي سیالانو ته ګوزار ور کول دي.» 

خو د لویې مشورتي جرګې د چمتووالي کمېسیون هیله لري چې په دغې جرګه کې د سیاستوالو د ګډون لپاره هڅې پایله ورکړي.

د سولې مشورتي لویې جرګې کمېسیون ویاند عبدالرشید ایوب په دې اړه وویل:«موږ هیله لرو، څو د ستونزې د حل او د ښاغلي عبدالله او نورو سیاستوالو پوښتنو ته هڅې حل لارې پيدا شي او هغوی هم په لویه جرګه کې ګډون وکړي.»

ټاکل شوې چې لویه مشورتي جرګه تر راتلوونکو دیارلس ورځو د کابو دوه زره او پنځه سوه کسانو له حضور سره ګډون وکړي.

شریک یي کړئ