دغزني ولایت له اجرستان ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالب وسلهوالو ترمنځ سختې نښتې روانې دي او طالبان د ولسوالۍ مرکز ته نېږدې شوې دي.
په دي ولایت کې یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وايي طالبان اوس مهال د ولسوالۍ مرکز په سل مترۍ کې دي او یوازې د ولسوالۍ ودانۍ او امنیه قومندانۍ د افغان ځواکونو په لاسه کې ده.
یاده سرچینه وايي چې کابو نیم ساعت مخکې کمانډو ځواکونو د غزني مرکز څخه دې ولسوالۍ ته پر لاره دي، خو لا نه دي رسېدلي.
د سرچینې د مالوماتو له مخې اوسمهال د اجرستان ولسوال حمدالله او امنیه قومندان عبیدالله د ولسوالۍ غرونو ته پناه وړې او هلته هم له طالب وسلهوالو سره په نښتو بوخت دي.
په دې نښتو کې ملکي کسانو او افغان ځواکونو ته د اوښتې ځاني زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.
طالبانو ویلي دي چې دا ولسوالۍ یې نیولې ده.
د غزني ولایت اجرستان ولسوال، حمدالله (شنبې د غويی۲۹مه)وویل چې طالبانو پر دې ولسوالۍ برید کړی او که مرستندویه ځواکونه پر وخت ونه رسیږي، ښايي نسکوره شي.
نوموړي په ټلفوني اړیکه کې طلوعنیوز ته ویلي وو چې اوسمهال د ولسوالۍ ټول کارکوونکي د طالبانو په کلابندۍ کې دي او دا ډله د پرمختګ په حال کې ده.