Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دفاع وزارت:طالبان هڅه کوي د ولایتونو سټراتېژیکې برخې ونیسي

د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو له پېلېدو ۲۳ ورځې تېریږي، د ملي دفاع وزارت په همدې لومړۍ میاشت کې مني چې د دغې ډلې غړي هڅه کوي ترڅو د ۱۲ ولایتونو سټراټېژیکې سیمې ونیسي.

د فراه ترڅنګ غزني هم له لوړو ګواښونو سره مخامخ دی، د غزني سیمه ایز چارواکي دا مني چې د دې ولایت پر جغتو او زنه خان ولسوالیو د طالبانو په بریدونو کې کابو ۵۰ امنیتي پوځیان مړه او ټپيان شوي دي.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش په دې اړه څرګنده کړه:«د جغتو او زنه‎خان ولسوالۍ تېره شپه د جګړې شاهدې وې. خو اوس وضعیت ښه دی؛ زموږ ځواکونه سیمې ته رسېدلي او دښمن د تېښې په حال کې دی.»

ځيني پخواني پوځيان په دې باور دي چې پر سټراټېژيکو برخو د طالبانو واکمني که د لنډ مهال لپاره هم وي د جګړې پر راتلونکي اغېزه کوي.

پخوانی پځي عتیق امرخېل په دې اړه وايي:«دښمن مهمولاً هغه ځایونه ټاکي چې سټراټېژیکې برخې دي او له تبلیغاتي پله هم د دغو سیمو نیول پر هغوی ډېره اغېزه کوي او که یو ساعت هم وي.»

بغلان هم له هغو ولایتونو څخه دی چې له لوړ امنیتي ګواښ سره مخامخ دی او دوولس ورځې مخکې تاله اوبرفک ولسوالي د طالبانو لاس ته ورغلې او ان پلخمري ښار هم له امنیتي ګواښونو سره مخامخ دی.

په بغلان کې د مدني ټولنې فعال سید سامع کیاني څرګنده کړه:«موږ ویلي وو چې تاله او برفک سقوط کوي. زموږ ځواکونه په کلابندۍ کې دي. خو چاه پاملرنه ونه کړه.»

خو ښاغلی رادمنش وايي چې امنیتي ځواکونو د طالبانو دوه پوستې ویجاړې کړې دي:«موږ په نورو واټونو کې لږ بوخت وو او اوس زموږ ځواکونه بریالي شوي چې د طالبانو دوه پوستې ویجاړې کړي او پرمختګ وکړي.»

که څه هم د افغانستان په اتلسو ولایتونو کې جګړه روانه ده، خو له ټولو پوځي امکاناتو سره سره د جګړې پر مدیریت نیوکې کېږي.

د ولسي جرګې لومړی منشي میرداد نجرابي په ډاګه کړه:«زه دې ته اندېښمن یم چې دښمن څه ډول کولای شي چې د امنیتي ځواکونو انګېزه ټیټه کړي؟ څرنګه ګولای شي چې خپل پوځي وسایل د ټانګ په ګډون د دښمن لاسته ولوېږي.»

خو د هغو سیمو د ګواښونو د لیرې کولو په کار کې د کومانډو او ځانګړو پولیسو عملیات تر ټولو مهم عملیات بلل کېږي، په اوسني وخت کې کمانډو ځواکونه په ۶۸ عملیاتو کې د طالبانو د ګواښونو د لیرې کولو په عملیاتو بوخت دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند وایي، که څه هم طالبانو پر بغلان، غزني، فاریاب او زابل ولایتونو بریدونو ته زور ورکړی خو د وزارت په خبره پوځ د امنیتي ګواښونو له منځه وړو ته چمتو او لاس په کار دي.

شریک یي کړئ