Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دفاع وزارت: د ملي پوځ ۴ کلنه نوې تګلاره به پوځ ځواکمن کړي

ملي دفاع وزارت د چهارشبنې په ورځ(د غوايي په ۱۳ مه)څرګنده کړه چې دغه ادارې څلور کلنه تګلاره چمتو کړې چې د هغه له عملي کېدو سره،د افغانستان ملي پوځ به له نن څخه زښت زیات ځواکمن شي.

د پوځ د ټولو برخو پر پياوړتیا سربېره، قول اردو ته د کمانډو فرقې لوړول هم د دې تګلارې لویه برخه ده.

ملي دفاع وزارت وايي چې اوس د هېواد چاپېریال،د ملي پوځ له ادارې څخه بهر دی؛له همدې امله په نوې تګلاره کې،د هوايي ځواکونو د رادار فعالولو پر اړتیا هم تینګار شوی دی.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وویل:«زموږ د هېواد فضا ازاد ده،یعنې داسې وسلې نه‎لرو،رادار نه لرو چې خپل چاپېریال پرې کنټرول کړو.دا ډېره مهمه ده چې د رادار، توپچي دافع هوا، دافع هوا توغندی، ښکاري الوتکې، د بمبارۍ الوتکې یا اوپراټيفي او ستراتېژیکې الوتکې باید موږ ولرو.»

وزیری زیاتوي:«محاربوي عملیات باید یوازې کمانډويي قطعې ترسره کړي او ځمکنۍ قطعې همغه سیمه وساتي او په همغو لنډو سیمو کې که‎چېرې کوم عملیات ته اړتیا کېږي په خپله دې ترسره کړي.»

خو په ورته وخت کې په هېواد کې د ناامنیو زیاتوالي خلک اندېښمن کړي دي.

کندز هغه ښار چې په تېرو دوو کلونو کې دوه ځله د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ لاس په لاس شو، په روان کال کې د دې پېښې د تکرار په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

له دې مخکې سیمه‎يیزو چارواکو په کندز کې د پراخو پوځي عملیاتو د پيلولو خبر ورکړی دی.

د کندز د ولایتي شورا رییس امرالدین ولي وویل:«له دغو ټولو امکاناتو او تجهیزاتو سره چې په واک کې یې لري، دوی ولې نه‎شي کولای لږ تر لږه هغه کلي او سیمې چې د مخالفینو په کنټرول کې دي، بېرته ترلاسه کړي.»

په کندز کې امنیتي چارواکي وايي په دې ولایت کې د پوځي عملیاتو ترسره کول له یو لړ ننګونو سره مخامخ دي.

د کندز امنیه قومندان عبدالحمید حمیدي په دې اړه وویل:«ځینې وختونه وضعیت داسې وي چې موږ باید په چټکتیا سره عمل وکړي، او ځینې وخت باید په احتیاط سره کړنه وکړو. په هر حال،عملیات درول شوي نه دي.»

د ملي دفاع وزارت په وینا امریکايي چارواکو هم د افغانستان له دغې پوځي تګلارې ملاتړ کړی او ژمنه یې کړې چې د افغانستان په اړه په خپله نوې تګلاره کې به دغې برخې ته هم پاملرنه وکړي.

په اوسني وخت کې د ملي اردو ځواکونه د ورځې ۱۷ پوځي عملیات ترسره کوي او له دې سره په یو وخت کمانډو ځواکونه هم کابو ۱۵ عملیات ترسره کوي.

پر دې سربېره ځانګړي ځواکونه هم د شپې عملیات کوي.په دغو ټولو عملیاتو کې له هوايي ځواک څخه کار اخیستل کېږي او کله کله بهرنۍ الوتکې په عملیاتو کې برخه اخلي.

شریک یي کړئ