Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دفاع وزارت: د هېواد بېلابېلو سیمو کې ۴۸وسله‎وال وژل شوي

د هېواد ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره نن(شنبې د وري۴مه) وايي چې افغان ځواکونو پوځي عملیاتو په ترڅ کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۱۴ داعش ډلې غړو په ګډون ۴۸ ترهګر وژل شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې په دې موده کې ۳ تنه وسله‎وال ټپیان شوي او ۱۳ تنه نور نیول شوي دي.

دا عملیات د ننګرهار، کنړ، پکتیا، کندهار، میدان وردګ، ارزګان، زابل، فراه، بادغیس، غزني، فاریاب او هلمند ولایتونو کې ترسره شوي چې افغان ځواکونو په دې عملیاتو کې له توپچي او هوايي ځواک څخه کار اخیستی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، د ننګرهار په سره‎رود ولسوالۍ ې ۱۴ داعشیان وژل شوي او ۳ تنه د افغان ځواکونو لاسته لوېدلي دي. همداراز د هلمند په ترینکوټ کې ۱۱ وسله‎وال وژل شوي او پټن‎ځای یې هم له منځه تلی دی، د فراه پشت کوه ولسوالۍ کې ۹ ترهګر وژل شوي دي او ۸ نور نیول شوي دي. خبرپاڼه د غزني په قره باغ او ګیرو ولسوالیو کې ۶ وسله وال وژل شوي او ۳ ټپيان شوي دي.

خبرپاڼه د کندهار ولایت په خاکریز او شاه‎ولي‎کوټ ولسوالیو کې د افغان پوځیان عملیاتو په ترڅ کې د ۳، د پکتیا په زرمت کې د ۲، د کنړ په څوکۍ کې د یوه تن وسله‎والو له وژل کېدو خبر ورکوي، او زیاتوي چې د میدان وردګو په سیدآباد ولسوالۍ کې یو تن ترهګر نیول شوی دی.

خبرپاڼې افغان ځواکونو ته د احتمالي اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.

دفاع وزارت وايي چې وسله‎والو ته د افغان ځواکونو په پوځي عملیاتو کې د تېرو څلورویشتو ساعتونو په ترڅ کې مرګ ژوبله اوښتې ده

شریک یي کړئ