Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دفاع وزارت: د هېواد بېلابېلو سیمو کې ۴۳ وسله‎وال وژل شوي

د هېواد دفاع وزارت نن(شنبې د وږي۳۱مه) خبرپاڼه کې ویلي دي چې د افغان ګډو ځواکونو په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې ۴۶ وسله‎وال وژل شوي دي.

د خبرپاڼې په حواله، دا پوځي عملیات په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې شوي دي.

دفاع وزارت همداراز د ۳۴ وسله‎والو له ټپي کېدو هم خبر ورکړی دی.

د خبرپاڼې له مخې پوځي عملیات په ننګرهار، غزني، پکتیا، خوست، کندهار، زابل، ارزګان، بادغیس، هرات، فاریاب، بغلان، سرپل او هلمند ولایتونو کې شوي دي.

د خبرپاڼې پر بنسټ، د دې عملیاتو په لړ کې پراخې سیمې د دولت مخالفو وسله‎والو له شتونه پاکې شوې دي.

د دفاع وزارت افغان ځواکونو ته د احتمالي اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

د ملي دفاع په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د افغان ځواکونو ترسره شویو پوځي عملیاتو کې پراخې سیمې د وسله والو له شتونه پاکې شوې دي

شریک یي کړئ