Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دفاع وزارت: زابل کې د طالبانو ډله ییز برید په شاوتمبول شو

ملي دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ ناوقته (د زمري په ۱۴مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د زابل ولایت په شملزي ولسوالۍ کې د طالبانو ډله‎ییز برید په شاوتمبولی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د دغه ولایت په شملزي ولسوالۍ د لسګونو طالبانو له برید وروسته، د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته پیل شوه چې د هغه په پایله کې ۴۱ طالبان ووژل شول او ۲۷ تنه نور یې ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې همدارنګه د دغه برید په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړل شوي.

د زابل ځايي چارواکو د طالبانو د دغه برید موخه د شملزي ولسوالۍ پرځېدل بولي چې د هغوی په وینا «ناکام» شول.

بلخوا طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي دي چې د طالبانو په دغه برید کې دوه تنه سرتېري هم وژل شوي او یو بل ټپي دی.

شریک یي کړئ