Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دفاع وزارت: ډېر ژر به توره‎بوره له داعش ډلې پاکه شي

د ملي دفاع وزارت وايي امنیتي ځواکونه تورې بورې ته نېږدې شوي او ټاکل شوې دا سیمه ډیر ژر له داعشیانو ونیول شي.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال، محمد رادمنش وايي اوسمهال د داعشیانو پر ضد هوايي او ځمکني عملیات دوام لري او تېره ورځ د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو کې د داعشیانو د یوه قومندان په ګډون یوولس تنه وسله وال وژل شوي.

ده زیاته کړه:«اوس موږ د تورې بورې په سلیمان‎خېلو سیمه کې یوو او د هوايي او توبچي ځواکونو په مرسته خپلو عملیاتو ته دوام ورکوو. د ماینونو له کبله عملیات پڅ مخې ته ځي.»

د ننګرهار په پچیراګام کې توره بوړه له پاکستان سره په پوله پرته سیمه ده او دا ځاي کابو لس کیلومتره له پاړه چنار او پنځوس کیلومتره له جلال آباد سره واټن لري، توره بوړه نه یوازې له جلال آباد بلکې لوګر، اورکزي سیمې او پيښور سره هم لاره لري.

پخوانی پوځي، عتیق‎الله امرخېل داعش لاس ته د دې سیمې له لوېدو ګواښ کوي:«که توره بوره سیمه د داعش لاسته ولوېده او اوږده موده له دوی سره وي، نو په دې مانا ده چې جلال آباد به هم د دوی لاس ته ولوېږي.»

له عملیاتو وروسته د افغان ځواکونو لخوا د تورې بوړې د ستراتیژیکو سیمو ساتل د هېواد د ختیځ د امنیت لپاره اصلي موضوع بلل کیږي.

پخوانی پوځي، محسن مختار وايي:«وروسته له دي چې د پوځیانو عملیات خلاص شي، باید استحکامات کلک وي، تر څو بیا دښمن دې مهمې سیمې ته ځان ونه رسوي.»

د لومړي ځل لپاره په ۱۳۵۸ کال کې توره بوړه د مولوي محمدیونس خالص په مشرۍ مجاهدینو له لوري د پټنځاي په توګه کارول کیده.

په توره بوړه کې د اسامه بن لادن په پټیدو سره د افغانستان دې سیمې نړیوال شهرت ترلاسه کړ او له هغې وروسته تر تېرې سه شنبې پورې د هېواد په ختیځ کې د طالبانو د روزنې او اداره کولو یو مهم مرکز وه، خو اوس د داعشیانو لاس ته ورغلې ده.

د ملي دفاع وزارت وايي چې د تورې بورې چاڼ لپاره عملیات پیل شوي او ډېر ژر به دا سیمه له داعشیانو پاکه شي

شریک یي کړئ