وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی
افغانستان

فراه ته دامنیتي چارواکو سفر؛ بهرامي د فراه جګړه د اوبو جګړه وبلله

له دې ټولو سره، جنرال نېکلسن، که‎څه هم وايي چې طالبانو د سیمه‎ييزو هېوادونو په ملاتړ پر فراه برید کړی وه، خو ډاډ ورکوي چې فراه به هېڅکله هم د طالبانو لاس ته ونه لوېږي.

پر فراه ښار د طالبانو له ډله‎ییز برید او دغه ښار ته د دغې ډلې د جنګیالیو له ننوتلو څلور ورځې وروسته، د دفاع او کورنیو چارو وزیران او د ملي امنیت رییس او همدارنګه په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان، د امنیتي وضعیت د چېړلو لپاره دغه ولایت ته تللي دي.

د هېواد د ملي دفاع وزیر طارق شاه بهرامي د فراه له سیمه‎ییز چارواکو او اوسېدونکو سره په لیدنه کې وايي چې په دغه ولایت کې جګړه د «اوبو جګړه» ده او له کبله د سیمې هېوادونه په هڅه کې دي چې د هېواد له ناامنه کولو سره، خپلو موخو ته ورسېږي.

ښاغلي بهرامي که‎څه هم د کوم هېواد نوم نه اخلي، خو ټینګار کوي چې په افغانستان کې د اوبو د بندونو له جوړېدو وروسته له هغې ډلې د سلما بند، د هېواد په لوېدیځو برخو بریدونه زیات شوي دي.

له دې سره جوخت په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان هم وايي چې طالبانو د سیمه‎ییزو هېوادونو په ملاتړ پر فراه برید کړی دی.

هغه ټینګار وکړ چې فراه سقوط نه دی کړی او هېڅ کله به هم ونه پرځېږي.

له دې سره هم‎مهاله د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وايي چې د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې، په کلکه جګړه روانه ده او امنیتي او دفاعي ځواکونه هڅه کوي چې ترهګریز بریدونه په شاوتمبوي.

ښاغلي برمک زیاته کړه چې د جګړې د ښه مدیریت لپاره، په دوه راتلونکو اوونیو کې د هغه په وینا په پولیسو کې به مسلکي تغییرات رامنځته شي.

اخوا د ملي امنیت عمومي رییس معصوم ستانکزی هم د فراه جګړه یوه دسیسه بولي او وايي له هغې ورسته کله چې د هلمند په بهرام چه کې د طالبانو د نشه‎يي توکو کارخونې په نښه او له‎منځه یوړل شوې، دغې ډلې غوښتل ترځو خپل مرکزونه د هغه په وینا خپل تجارت فراه ته راولېږدوي.

ښاغلی ستانکزی زیاتوي چې ترهګرۍ ډلې رواني جګړه هم پیل کړې چې دننه په نظام کې د ځینو لخوا یې ملاتړ کېږي.

هغه په ډاګه کړه د هغو کسانو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره چې په فراه ولایت کې «دننه په نظام کې دي او د نظام پرضد کار کوي» یوه ځانګړې قطعه به رامنځته شي.

شریک یي کړئ