Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دلاور: د دسیسې او ناسالمه سوداګریزو سیالیو له امله زنداني شوم

د مشرانو جرګې پخوانی سلاکار نجیب‎الله دلاور، چې له ترهګرو سره د لاس لرلو په تور نیول شوی و، نیول او زنداني کېدل یې د ناسالمه سوداګریزو سیالیو له امله ګڼي.

دلاور په بند کې له ۷۴ ورځو وروسته تېره اوونۍ په ضمانت ازاد شو، نن (شنبې د زمري په ۲۶مه) کابل کې یوې خبري ناسته کې د دغې پېښې په څېړلو او د هغو کسانو په ګوته کولو ټینګار کوي چې د هغه په وینا، پر هغه یې داسې تورونه پورې کړي دي.

د مشرانو جرګې مخکنی سلاکار نجیب الله دلاور په دې اړه وویل:«زما موضوع د موټر د پلېټ وه چې هغه پلېټ هم په ټرافیک کې ثبت دی او دوه موټره یو پلېټ لري چې په دغې موضوع کې څارنوالۍ زه ازاد کړم.»

په ورته وخت کې له سوداګرو د ملاتړ ټولنه بیا د نجیب الله دلاور پر وړاندې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په شوې کړنې نیوکه کوي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي:«زموږ غوښتنه له ولسمشرۍ په ځانګړې توګه له سترې محکمې او څارنوالۍ څخه دا ده چې د دلاور موضوع ته جدي پاملرنه وکړي. که‎چېرې پاملرنه ونه شي، خصوصي سکټور همداسې نه کېني.»

له دې وړاندې لویې څارنوالۍ ویلي و، د هغو څېړنو له مخې چې د ملي امنیت عمومي ریاست دوی ته استولي، ښيي چې نجیب الله دلاور له ترهګرو ډلو سره هېڅ اړیکه نه لري.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې له دې وړاندې د مشرانو جرګې د ريیس سلاکار د نیولو په اړه یو شمېر دولتي چارواکو بل څه ویلي وو.

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب دوه نیمې میاشتې مخکې ویلي و:«زموږ استخباراتي مالومات ښيي چې له هغې نیونې وروسته، هغه ورځ روژه وه، سراج‎الدین حقاني حتا خپله روژه ماته کړې نه وه. دومره تر فشار لاندې راغلی و، دا کس دومره مهم و.»

خو له دې ټولو سره سره د کورنیو چارو وزارت د نجیب الله دلاور د نیول کېدو پر موضوع د منطقي دلایلو په لرلو ټینګار کوي.

دوه نیمې میاشتې وړاندې کورنیو چارو وزارت وویل، نجیب الله دلاور یې له څو پاکستانیانو سره، د جعلي اسنادو په جوړولو، د غیر قانوني وسلو، ترهګرو سره د اړیکو لرلو او یو شمېر نورو دلایلو پر بنسټ ونیو.

خو اوس له دوه نیمو میاشتو وروسته، عدلي او قضايي ارګانونه وايي، د تورن د جرم د اثبات لپاره یې څه پیدا نه کړل.

شریک یي کړئ